Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جګړې د لمنې پراختیا؛ د درې ولایتونو مرکزونو کې جګړه دوام لري

په هېواد کې د تاوتریخوالي د دوام په لړ کې، اوس د جګړې لمن د ولایتونو له لرو پرتو سیمو د هېواد لویو ښارونو ته رارسېدلې ده.

د شمېرو پربنسټ، د هلمند په لښکرګاه، د بخشان په فیض آباد او دغه راز د کندوز د مرکز په ځينو سیمو کې طالبان له دولتي ځواکونو سره جنګېږي.
               
د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وايي:«دلته د جګړې لامل دا دی؛ هغه سرتېري چې مخکې دلته په دنده ګومارل شوي وو، هغوی ډېری پوستې له نښتې پرته پرېښې دي.»

د کندوز د ولایتي شورا غړی بل رباني رباني وویل:«وسله وال طالبان لا هم د کندوز ښار په شاوخوا کې حضور لري او مخکې له مخکې یوه عملیات ته اړتیا لیدل کېږي چې یو ځل بیا طالبان پر کندوز ښار برید ونه کړي.»
 
د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني هم څرګندوي:«کابو یوه اوونۍ کېږي چې د بدخشان د دوابه یفتل سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا عملیات پیل شوي دي او دم ګړۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته ورانه ده.»

د امنیتي ادارو د شمېرو له مخې په وروستۍ یوې شپې او ورځ کې د هېواد د ۲۷ ولایتونو ځينې سیمې د طالبانو د بریدونو او د امنیت ضد  پېښو شاهدې وې.

ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، نورستان، پکتیا، خوست، غزني، لوګر، وردګ، پکتیکا، کندهار، زابل، ارزګان، هرات، فراه، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، بلخ، هلمند، نیمروز، کندوز، بغلان، تخار  او بدخشان هغه ولایتونه دي چې د هغوی په ځينو برخو کې جګړه روانه ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د فعالې دفاع په چوکاټ کې دا بریدونه دفع کړي دي او د هغوی په لسګونه پلانونه یې شنډ کړي دي چې دښمن ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.»

بل خوا د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې مذاکراتو کې د امتیاز د ترلاسه کولو هڅه بولي.
               
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل څرګندوي:«که چېرې همدا ډول موږ مخته ولاړ شو، د نظام هماغه مشروعیت ورځ په ورځ کمزوری او تر پښتنې لاندې راولو. او ډېرې سیمې له لاسه ورکوو.»

بل خوا مشرانو جرګه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د تاوتریخوالو دوام اندېښمنوونکی بولي او ټینګار کوي چې واشنګټن له کابل سره د امنیتي تړون له مخې باید د افغانستان د امنیت پر وړاندې ژمن وي.
      
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په ډاګه کړه:«د هوکړه لیک پربنسټ دواړه لوري ځینې مسوولیتونه لري. څرګند مسوولیت دا دی چې امریکا مکلفیت لري چې د افغانستان وسله وال ځواک سمبال او پياوړی کړي او د هغوی ملاتړ وکړي.»

هېوادوال تمه لرله چې د افغانستاناسلامي جمهوریت او طالبانو د پلاویو ترمنځ د مذاکراتو په پېلېدو سره تاوتریخوالی کم شي خو د دغو مذاکراتو له پېلېدو د یوې نیمې میاشتې په تېرېدو سره لاهم په کې پرمختګ نه لیدل کېږي.

شریک یي کړئ