Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امرالله صالح طالبان پر کابل پوهنتون د برید مسوول بولي

د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې(دوشنبې د لړم ۱۲مه نېټه) برید پړه پر طالبانو وراچوي او وايي چې په دې تړاو ډېر شواهد هم په لاس کې لري.

هغه امنیتي مسوولینو سره ناسته کې وايي چې د ملي امنیت عمومي ریاست او نورو امنیتي مسوولینو د مالوماتو له مخې هغه وسلې چې له بریدګرو پاتې دي او انځورونه له هغو انځورونه، د داعش جعلي اعلامیې سره مطابقت نلري.

ښاغلی صالح همداراز څرګندوي، د هغو کسانو عکسونه چې د داعش اعلامیې سره خپاره شوي دي، د هغو ترهګرو څېرو سره چې برید کې ووژل شول، نېږدې والی نلري. د ښاغلي صالح په خبره د برید په ځای کې د طالبانو یو بیرق له پاتې شویو شیانو دی او د خونو پر دېوالونو هم د طالبانو په پلوی شعارونه لیکل شوي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي:«د کړنې څرنګوالی یې سل په سلو کې د هغې تازه ډلې سره سمون خوري چې طالبانو په خوست کې د فاتح ځواک په نامه جوړ کړی دی او په څو عملیاتو کې د دغې جاني او وینې څکونکې ډلې غړي وژل شوي دي.»

دی همداراز زیاتوي:«دا چې ثابته کړو دا جنایت طالبانو کړی دی لسګونه سخت او نرم ثبوت په واک کې لرو، خو په کې د داعش پړه بللو لپاره یوازې د تېرې ورځې اعلامیه ده چې په هېڅ وجه نشي کولی له دې جنایته د طالبانو لاس او وجدان پاک کړي.»

خو طالبانو د ښاغلي صالح دغو خبرو ردولو سره وايي چې دا کار د طالبانو د بدنامولو په موخه دی.

صالح وايي چې د ملي امنیت عمومي ریاست او نورو امنیتي مسوولینو د مالوماتو له مخې هغه وسلې چې له بریدګرو پاتې دي د داعش جعلي اعلامیې سره مطابقت نلري.

شریک یي کړئ