Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: د کابل پوهنتون پېښې په تړاو څېړنې نه دي بشپړه شوي

د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح نن(پنجشنبې د لړم په ۱۵مه نېټه) وايي چې د ۱۳ "ګمنومه پولیسو نیونه د وظیفوي غفلت تر نامه لاندې بې مانا ده او امر مې کړی چې په عزت سره دې ازاد شي.‎"

هغه زیاته کړې، د دې په تړاو چې څوک نه دي توانېدلي د کابل پوهنتون له بریده مخنیوی وکړي، څېړنې نه دي بشپړه شوي.

د ښاغلي صالح په خبره:«موږ تر اوسه قضاوت نشو کولی چې په دې خاص مورد کې په دنده کې د غفلت مانا څه ده؟ خو تاسې سره ژمنه کوم چې پټ کار به نه کیږي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي:«موږ اجازه نه ورکوو چې له هرې ناکامۍ سره ورک نومي کسان د قربانۍ اوزې په توګه توقیف شي او موږ قانون ته بام جوړ کړو.»

د کابل پولیسو تېره ورځ د کابل پوهنتون برید په تړاو دندو کې د بې غورۍ له کبله د درېیمې امنیتي حوزې امر، جنايي مدیر، د پوهنتون د ټولي قومندان په ګډون ۱۳ امنیتي مسوولینو له نیول کېدو خبر ورکړ.

مسوولینو وویل چې نیول شوي کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

پر کابل پوهنتون د برید په ترڅ کې یې ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۴۰ تنه ټپیان شول.

وژل شویو کې د ۱۶ د عامه ادارې او پالیسۍ، دوه د حقوقو، یو پوځي او یو ملکي کس شامل دی.

بریدګرو دوه کلاشینکوف او لاسي بمونه له ځانه سره درلودل او کابو ۶ ساعته یې له افغان ځواکونو سره نښته وکړه.

شریک یي کړئ