Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: القاعده د افغانستان د سولې بهیر ګواښوي

د ملګروملتونو د څارنې د همغږۍ ډلې غړی، اډمونډ فیتون برون وايي چې د القاعدې ډله د افغانستان د سولې بهیر ګواښوي.

د یاد بنسټ دغه غړی له طلوع نیوز سره مرکه کې ټینګار کوي چې طالبان او القاعده لا هم له یو بل سره نېږدې اړیکې لري.

اډمونډ فیتون برون زیاتوي:«هغه ستونزه چې د القاعدې ډله یې رامنځته کوي، پر وړاندې یې طالبان کولی شي له افغانستانه بهر ته د هر پېښېدونکي ګواښ مخه ونیسي، د القاعدې په ګډون، خو که القاعده کنټرول نشي د سولې بهیر پر وړاندې به ګواښ وي.»

د ملګروملتونو د څارنې د همغږۍ ډلې وروستي راپور له مخې چې کابو ۴۰۰ تر ۶۰۰ دالقاعدې ډلې جنګیالي په بدخشان، غزني، هلمند، خوست، کنړ، کندز، لوګر، ننګرهار، نیمروز، نورستان، پکتیا او زابل کې شته دي.

دغه راپور همداراز ښیې چې القاعده د هند په ټاپووزمه کې د طالبانو ترچتر لاندې په هلمند، نیمروز او کندهار ولایتونو کې فعالیت کوي او د دواړو ډلو مشران سره نېږدې دي:«د ایمن الظواهري  او د القاعدې ډلې د نورو مشرانو د طالبانو له غړو په ځانګړې توګه د حقاني ډلې له یو شمېر غړو سره نېږدې دي.»

خو طالبان دا خبرې بې بنسټه بولي او وايي چې دا ادعاوې د سولې بهیر د مخالفو کسانو لخوا کیږي.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي وو چې طالبان او القاعده افغانستان کې سره نېږدې اړیکې لري.

ښاغلی برو د خپلو خبرو بله برخه کې وايي چې داعش ډله افغانستان کې کمزورې شوې ده، خو لا هم دغه هېواد کې کابو دوه زره او دوه سوه جنګیالي لري او هڅه کوي د سولې له بهیر سره مخالف طالبان جذب کړي:«د داعش خراسان برخه د سولې مخالف دریځ لري او هڅه کوي چې ځان د نړۍ ترهګرۍ ته ژمنه ډله وښیې. ښایې هیله یې بیا پياوړي کېدل وي، چې د سولې بهیر پرمختګ وکړي او له دغه بهیر سره مخالف کسان د داعش خراسان څانګې سره یوځای شي او دغه ډله یوازېنۍ ډله وي چې دوی ورسره یوځای کيږي.»

وروستیو اوونیو کې د داعش ډلې هېواد کې د کابل پوهنتون او د کوثر روزنیز مرکز په ګډون د بریدونو مسوولیت ومانه. خو حکومت مخکې له دې ویلي وو چې دغې ډلې افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

د ملګروملتونو د څارنې د همغږۍ ډله خبرداری ورکوي چې که القاعده په افغانستان کې کنټرول نشي، د افغانستان د سولې بهیر به له ګواښ سره مخامخ کړي

شریک یي کړئ