Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د استفادې په هکله د ادعاوو ردېدل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبې، د لړم په ۲۵مه) د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پاکستان د ملي پوځ ویاند بابر افتخار هغه ادعاوې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي بې بنسټه بللي دي.

په دغې خبري ناسته کې چې تېره ورځ جوړه شوې وه، بابر افتخار ادعا وکړه چې هند د پاکستان د طالبانو تحریک، جماعت احرار او بلوچي بلوا ګرو ډلو څخه ملاتړ کي او دغه ډلې د افغانستان له خاورې کار کوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کوي چې دغه هېواد هېڅکله اجازه نه ورکوي چې د هغه خاوره د بل هېواد پر ضد استفاده شي.

خبرپاڼه کې لیکل شوي دي:«افغانستان په ډاګه اعلان کوي چې د ترهګرۍ د عمده قرباني په توګه، موږ په ټوله نړۍ کې له توپیر پرته هر ډول ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن یوو او هېڅکله اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د ویجاړونکو فعالیتونو لپاره استفاده شي.»

وړاندې په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان د دولت د بهرني سیاست تر ټولو مهم لومړیتوب دا د ی چې زموږ هېواد د ګډو ګټو په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پر چورلیز بدل شي او امنیت په ټينګښت او اقتصادي هوساینې کې ډاګیزه ونډه ادا کړي.»

د تېرې ورځې په خبري غونډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي و چې پاکستان ملګرو ملتونو سازمان او ټولو نړیوالو بنسټونو ته به شواهد وړاندې کړي، د دې ښودنه کوي چې د دغه هېواد ګاونډۍ هند د پاکستان په خاوره کې فعالیت لري.

هغه زیاته کړه:«موږ اوس په پاکستان کې له ترهګرۍ د هند د ملاتړ نه انکار کېدونکي شواهد، چې د بې پاکستانیانو د مرګ لامل شوی دی، نړیوالو ته وړاندې کړی.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هند او پاکستان ځواکونو د جمعې په ورځ په کشمیر کې سره ښکېل شوي دي چې د هغه په پایله کې د پوځیانو په ګډون لس تنه وژل شوي دي.  

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کوي چې دغه هېواد هېڅکله اجازه نه ورکوي چې د هغه خاوره د بل هېواد پر ضد استفاده شي.

شریک یي کړئ