Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: هلمند او کندهار کې کابو زر تنه طالبان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې د وروستیو نښتو په پایله کې کابو زر طالب اورپکي وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د دغو وژل شویو کسانو په منځ کې د دغې ډلې کابو ۱۸۰ تنه قومندانان هم شامل دي.

د ښاغلي ارین د څرګندونو پر بنسټ، چې په هلمند کې څه باندې ۲۰۰ پاکستاني جنګیالي او په کندهار ولایت کې هم کابو ۱۵۰ پاکستانیان هم وژل شوي دي.

ارین نن یکشنبې کابل کې په یوې خبري ناسته کې وینا کوله، ټينګار وکړ چې د طالب جنګیالیو په لسګونه مړي د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته وړل شوي دي.

خو طالب ډله د دغې ډلې جنګیالیو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې ردوي.

کندهار او هلمند په دې وروستیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې نښتې شاهد وو؛ تر دې ځایه چې طالبانو خپل ځانونه د لښکر ګاه ښار تر لنډو، ځانونه رسولي وو.

په هلمند کې نښتې څه باندې درې اوونۍ دوام وکړ او وروسته طالبانو خپل بریدونه کندهار ته متمرکز کړل.

کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو په نږدې یوې میاشت کې ۱۵ ځانمرګي بریدونه کړي دي.

د امنیتي بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، دم ګړۍ هم د هېواد په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې جګړه دوام لري. دغه نښتې، په دوحه کې د سولې له هغو مذاکراتو سره هم مهاله دي چې له دوو میاشتو وروسته کومه پایله نه ده لرلې. 

شریک یي کړئ