د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
د والي ویاند، عصمت مرادي نن(یکشنبې د لړم په ۲۶مه نېټه) وايي چې طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ پر شاوخوا سیمو بریدونه کړي چې پایله کې یې درېیو سرتېرو ژوند بایللی او درې نور ټپيان دي.
ښاغلی مرادي څرګندوي چې نښته کې ۸ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د والي ویاند همداراز زیاتوي چې سیمې ته مرستندویه هوايي او ځمکني ځواکونه رسېدلي او ژر به طالبان په شا وتمبول شي.
د کندز ولایت سیمه ییز مسوولین د دشت ارچي ولسوالۍ نسکورېدو په تړاو خپاره شوي راپورنه ردوي.
طالبانو تېره ورځ د دشت ارچي ولسوالۍ پر شاوخوا سیمو بریدونه منلي دي.