Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې نښلونکي ماین چاودنې د یوه تن ژوند واخیست

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک وايي د مرکز لښکرګاه ښار په نهمه امنیتي حوزه کې پر یوه موټر د نښونکي ماین چاودنې له کبله یوه تن ژوند بایللی.

نوموړی زیاتوي چې پېښه نن سهار(چهارشنبه د لړم ۲۷مه نېټه) د لښکرګاه ښار د نهمې امنیتي حوزې سیمه کې شوې او یو تن یې ټپي کړی هم دی.

په همدې حال کې هلمند ولایت کې د ایمیرجنسي روغتون مسوولین وايي چې څلور ټپیان وروړل شوي دي.

ښاغلی ځواک وايي چې تر اوسه د پېښې د زیانمنو هویت نه دی څرګند، خو ځیني سرچينې څرګندوي چې چاودنه د ملي امنيت د پارتيزاني ګروپ پر يوه موټر شوې ده.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

شریک یي کړئ