بغلان کې امنیتي مسوولین پلخمري ښار اړونده سیمه کې د پوځ پر یوې پوستې د طالبانو برید پایله کې د دوو سرتېرو له ژوند بایللو او د درېیو له ټپي کېدو خبر ورکوي.
په همدې حال کې یو سرچینه (چهارشنبې د لړم په ۲۸مه نېټه) وايي چې پېښه کې دوو سرتېرو ژوند بایللی، څلور ټپیان او پنځه تنه هم طالبانو له ځانه سره بېولي دي چې برخلیک یې نه دی څرګند، خو مسوولینو دا خبر نه دی تایید کړی.
په همدې حال کې د بغلان ولایتي روغتون ډاکتران وايي چې ۶ ټپي پوځیان د درملنې په موخه وروړل شوي دي.
د پوځ چارواکو د ورکو شویو پنځو سرتېرو په تړاو څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې پېښه به وڅېړي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.