Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راغی

د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان د لومړي ځل لپاره کابل ته راغی.

نوموړی نن سهار(پنجشنبې د لړم په ۲۹مه نېټه) کابل ته ورسید او له ځانګړو تشریفاتو سره ولسمشرۍ مانۍ ته ولاړ.

عمران خان له ولسمشر غني سره هم ولیدل.

دغه سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمود قریشي او یو شمېر پاکستاني چارواکي د عمران خان ملتیا کوي.

ټاکل شوې ښاغلی عمران خان له ولسمشر غني سره ګډه خبري ناسته کې خبرې وکړي.

نوموړي وویل:«پاکستان په دې کې ونډه درلوده چې طالبان له امریکا سره خبرو ته کېناستل او وروسته له هغې چمتو شول چې له افغانانو سره خبرې وکړي.»

همداراز ولسمشر غني هېواد کې روان تاوتریخوالي او د سولې خبرو ته په اشارې وویل:«تاوتریخوالی هېواد کې د اوسني حالت ځواب نه دی.»

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وايي چې د پاکستان د لومړي وزیر سفر د خبرو چورلیز به د سولې خبرې او سیمې په تړاو د کابل او اسلام اباد د اړیکو پراختیا وي.

sami

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان سره په ارګ کې ولیدل او دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا ټينګار وکړ.

شریک یي کړئ