Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه: د بغلان پلخمري ښار کې درېيو پولیس سرتېرو ژوند بایلود

بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې پلخمري ښار کې د پولیسو پر پوستې د طالبانو برید پایله کې درېیو سرتېرو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان دي.

سرچینه وايي چې طالبانو تېره شپه(پنجشنبې د لړم په ۲۹مه نېټه) د پلخمري ښار دروازه کې پر پوستې برید کړی او په وژل شویو کې د پولیسو یو قومندان هم شامل دی.

د سرچینې په حواله طالبانو وروسته له بریده د پوستې ټول تجهیزات له ځانه سره وړي دي.

په همدې حال کې د بغلان امنیه قومندان، ویس صمیمي پېښه کې د دوو سرتېرو ژوند بایلل تاییدوي او زیاتوي چې نښته کې ۵ طالبان وژل شوي.

ښاغلی صمیمي زیاتوي چې پوسته د افغان ځواکونو په واک کې ده او ترې تجهیزات نه دي وړل شوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه