Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په څو برخو کې د ۲۳ توغندیو لګېدل؛ ۸ تنه وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن سهار د کابل ښار په څو برخو کې د ۲۳ توغندیو د لګېدو له امله ۸ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا دغه توغندي په استوګنیزو سیمو کې، د یولسمې حوزې په اړوندو برخو، د برج برخ چهار قلعه، کوچه طاهري، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته نږدې، څلورمې حوزې ګل سرخ څلورلارې کې، صدارت څلور لارې، پل باع عمومي، سپين زر واټ،  ملي ارشیف ته نږدې، د لېسې مریم په اړوندو برخو کې او د یولسمې حوزې په پنجصد فامیلي سیمو کې لګېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل ښار کې د توغندويي بریدونو په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

خلک په خواله رسنیو کې په بېلابېلو برخو کې د توغندویو د لګېدو په اړه خبرې کوی او ځينې ویډیوګانې یې هم خپرې کړې دي چې ظاهراً د دغو توغندویو توغول او لګېدل څرګندوي؛ خو په خپلواکه توګه تایید شوي نه دي.

د کابل پولیس د کابل په څو برخو کې د توغندیو د لګېدو پخلی کوي؛ خو ډېر جزییات نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې د دوو نورو چاودنو په پایله کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د کابل پولیس وايي چې یوه چاودنه د دولسمې حوزې په اړوند سیمه څرخي پله ته نږدې شوې ده چې د پولیسو یو رنجر موټر یې په نښه کړی دی. چې یو تن په کې وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

دویمه چاودنه هم د نهمې ناحیې په چهلستون سیمه کې په یوه «فورډ» موټر کې شوې ده چې د پولیسو په وینا مرګ ژوبله نه لري.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې دواړه چاودنې د مقناطیسي ماینونو له امله وې.

شریک یي کړئ