Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې دوې چاودنې؛ یو ټکسي چلوونکی ټپي شوی دی

د کابل پولیس د دې پخلی کوي چې نن سهار (یکشنبې د لیندۍ په دویمه) کابل ښار کې دوه چاودنې شوې دي چې په پایله کې یې یوازې یو ټکسي چلوونکی ټپي شوی دی.

د کابل پولیس په یوې خبرپاڼه کې وايي چې نن سهار د کابل ښار د یولسمې حوزې په اړوند د خیرخانې حصه اول سیمه کې پر یوه ټکسي موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له امله یو تن ټپي شوی دی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

خو د پېښې شاهدان واي چې په دغې چاودنه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.

ورته مهال د کابل د پولیسو چارواکي وايي چې یوه بله چاودنه د هوايي ډګر په واټ کې د ملي پوځ پر یوه رنجر موټر شوې ده، خو د هغه مرګ ژوبله روښانه نه ده.

بلخوا د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې او هېڅ کس د دغو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم ۲۳ توغندي د کابل ښار پر ځينو برخو لګېدلي دي چې په پایله کې یې ۱لس تنه وژل شوي او ۵۱  تنه نور ټپيان شوي دي.

طالبانو په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

په وروستیو کلونو کې ترهګریزو بریدونو د یو ستر شمېر ولسي وګړو ژوند اخیستی دی او ځينې نور یې ټپيان کړي دي؛ خو د مرګونو پېښو د پلانوونکو نه روښانتیا تل له پوښتنو او نیوکو سره مخ ده.

شریک یي کړئ