د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار، اچ ار مک ماسټر په نېوکې سره ویلي دي چې امریکایي ځواکونه دې په بېړه له افغانستانه نه وځي.
مک ماسټر وایي، د ډونالډ ټرمپ دولت له افغانستانه د سرتېرو په ویستو سره طالبان بریالي کوي او دا د کرکې کار دی.
ماسټر د امریکا (سي.بي.اس) خبري شبکې سره مرکه کې ویلي، که طالبان د افغانستان زیاتو برخو کې فعال شي، نو د ده په وینا هغو ترهګرو ډلو ته به ځای ورکړي او ملاتړ به یې وکړي چې دغه کار به پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې نېټې په څېر د مرګوني بریدونو لامل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د لړم په ۲۸مه نېټه د امریکامتحده ایالاتو دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د سپارښتنې پر اساس افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو شمېر تر ۲ زره او ۵۰۰ پورې راکم شي.
د (اي.بي.سي) امریکايي رسنۍ د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، کرسټوفرمېلر ویلي و، د ټرمپ په د تر ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵ مې به افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له پنځو زرو ۲۵۰۰ ته کموي.
عراق کې هم د امریکایي سرتېرو شمېر له ۳ زرو دوه نیم زرو ته کموي. کرسټوفرمېلر وایي، د ځواکونو کمول د دې مانا نه لري، چې امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې تګلاره بدله کړې.
د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې وه چې دا پرېکړه د ټرمپ د سپارښتنې له مخې او له امنیتي چارواکو سره په مشوره کې شوې ده او د سرتېرو عملي کمښت لپاره فرمان صادر شوی دی.
کریسټوفر مېلر ویلي و د سرتېرو کمښت په تړاو د افغانستان ولسمشر، اشرف غني سره هم ټلفوني خبرې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه