Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې په جنګي جرایمو تورنو ۹ سرتېرو ځان وژنه کړې

د برېټانیا ډیلي میل ورځپاڼې راپور له مخې، افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو لخوا د جنګي جرایمو په تړاو د راپور له خپرولو وروسته ۹ دغو سرتېرو ځان وژنه کړې ده.

ډيلي میل لیکلي دي چې دغه ځان وژنې د تېرو درېیو اوونیو په ترڅ کې شوې دي.

اسټرالیا حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې کابو ۲۵ سرتېري د ۳۹ بې ګناه افغانانو په وژنه او زورونه کې تورن دي.

د جرایمو په تړاو د دغو څېړنو له مخې، استرالیايي ځواکونه په افغانستان کې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶زیږدیزې کالو پورې د ۳۹ بندیانو او ملکي کسانو په وژنې کې ښکېل دي.

په دې جنګي جرایمو کې لږ تر لږه د استرالیا د ځانګړو ځواکونو ۲۵ غړي مجرم پېژندل شوي دي او د وژنې ۵۷ دوسیې ارزول شوي او پر هغو نږدې زرو کسانو شاهدي هم ویلې ده.

د استرالیا د دفاعي ځواکونو قومندان د دغو  جنګي جرایمو له امله له افغان ولسه بښنه غوښتې ده.

استرالیا چې د امریکا یو له نږدې متحدو هېوادونو دی، په ۲۰۰۵ کال یې زرګونه سرتېري افغانستان ته راولېږل او ډېری دغه ځواکونه په ارزګان کې مېشت وو.

سره له دې چې، په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو جنګي ماموریت په ۲۰۱۶ کال کې پایته ورسېده؛ خو لا هم د یاد هېواد ۴۰۰ ځواکونه په افغانستان کې د افغان ځواکونو پر روزنې بوخت دي.

شریک یي کړئ