Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوبایډن خپل د بهرنیو چارو وزیر وګمارلو

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا متحد ایالاتو منتخب ولسمشر، جوبایډن پخوانی ډپلوماټ، انتون بلینکِن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په توګه ګمارلی دی.

بلینکین د بارک اوباما حکومت پرمهال د هغه د لومړي مرستیال، جوبایډن د ملي امنیت سلاکار و.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې خپله ماته نه ده منلې، خو بایډن د خپلې کابینې لومړی وزیر معرفي کړ.

ټرمپ وايي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې او جوبایډن یې پرې تورن کړی، خو هغه د لګول شویو تورونو په تړاو کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د امریکا متحده ایالاتو د ټاکنو لومړنیو پایلو له مخې بریالی نوماند، جوبایډن د پایلو له اعلانه وروسته  د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لپاره د واک نه لیږد شرم بللی و.

هغه څرګنده کړې وه سره له دې چې ټرمپ ادعا کوي چې ټاکنو کې درغلۍ شوې دي، خو بیا هم د واک لیږد مخې ته هېڅ خنډ نه دی پروت.

بایډن ټینګار کړی و چې د واک اخیستو لپاره یې فعالیت پیل کړی او د نوې کابینې جوړولو لپاره به څه مانع نشي، هغه اوس مهال د خپلې کابینې لومړی وزیر معرفي کړ.

شریک یي کړئ