د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې د سږ کال ژمي کې به میلیونونه افغانان له سختو ستونزو، جګړې او ناسمې تغذیې سره مخامخ وي.
یاد پروګرام یوه راپور کې ویلي جګړې، کوویډ۱۹ ناروغي او د هوا بدلون هغه درې لاملونه دي چې افغانان به له نا امنیو او ناسمې تغذیې سره مخامخ کړي.
د راپور له مخکې کابو ۱۷ میلیونه افغانان له نا امنیو او سوتغذیې سره مخ دي، همداراز کابو ۴۰ میلیونو نور هم له نا امنیو او د ناسمې تغذیې له زیاتېدو سره مخکېدونکي دي.
د خوړو پروګرام وايي چې اوس مهال نېږدې درې میلیونه ماشومان، امیندوارې او شېدې ورکوونکې ښځې هم له ناسمې تغذیې زوریږي.
د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د مالوماتو له مخې د یاد شمېر له ډلې نېږدې یو نیم میلیون یې ۵ کلنۍ د کم عمر نجوني او هلکان دي.