ولسي جرګې د ولسمشر د لومړي مرستیال، امرالله صالح خبرو غبرګون کې د شپږو نوماند وزیرانو د پلان اورېدو بهیر ملغا کړ.
ښاغلي صالح دوشنبې د ژنېو ناسته کې د پارلمان یو شمېر غړي په پراخ فساد تورن کړل.
د ولسي جرګې رییس، میر رحمان رحماني د سې شنبې(د لیندۍ په ۴مه نېټه) ناسته کې وویل چې امرالله صالح د "روندسبز" په نامه د یوه "استخباراتي بنست" مشري کوي، د هغه په وینا چې دا بنسټ د یوه هېواد لخوا تمویل کیږي.
د ولسي جرګې اداري پلاوي د ولسمشر له لومړي مرستیاله غوښتنه کړې چې تورن کس دې مشخص کړي.
ټاکل شوې وه ولسي جرګه د ښځو چارو وزارت ته د نوماندې حسینه صافۍ، د ترانسپورټ وزارت لپاره د قدرت الله ذکي، د ټولګټو چارو وزارت لپاره د نوماند نجیب الله یمین، د کډوالو چارو وزارت لپاره د نوماند نور رحمان رحماني، د ښار جوړونې وزارت ته د نوماند محمود کرزي او د کانونو وزارت لپاره د نوماند هارون چخانسوري پلان واوري.