Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

المان له کندز ولایته خپل سرتېري اوباسي

المان اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونه به له کندز ولایته ووځي.

الماني پوځیانو خبرپاڼه کې سې شنبې(د لړم په ۴مه نېټه) ویلي دي چې د روان کال په اوړي کې له کندزه د دوی د ځواکونو د ویستو موضوع پرېکړه له ناټو سره په همغږۍ کې شوې وه.

د المان د ګډو عملیاتو قومندانۍ ویاند وايي چې د الماني ځواکونو کمښت افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمښت سره تړاو نلري.

المان کندز کې کابو سل سرتېري لري چې د افغان ځواکونو یوې لویې اډې کې ځای پر ځای شوي دي.

تېره اوونۍ امریکا اعلان وکړ د راتلونکي زیږدیز کال جنوري میاشتې پورې به افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمر له ۴ زره ۵۰۰ تنو نه دوه نیم زرو ته راکم کړي.

د المان پوځي چارواکي وايي چې بلخ ولایت کې یې شاوخوا زر سرتېري ځای پرځای دي او که اړتیا وه، نه کندز ولایت ته به ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویستو اعلان سره، د المان د بهرنیو چارو وزیر، هایکو ماس وویل چې د ځواکونو وتل به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر لا پېچلی کړي:«زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې په بېړه له پرېکړو سره لاسته راوړنې له خطر سره مخ نکړو.‎»

هغه زیاته کړه چې المان له امریکا او ناټو سره په اړیکه کې دی او وبه ګوري چې د امریکايي ځواکونو وتل له افغانستانه د ناټو او المان ځواکونو لپاره څه پایلې ولري.

له امریکا وروسته المان دوهم هېواد دی چې افغانستان کې ډېر پوځیان لري.

المان له کندز ولایته خپل سرتېري اوباسي

د المان د ګډو عملیاتو قومندانۍ ویاند وايي چې د الماني ځواکونو کمښت افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمښت سره تړاو نلري

شریک یي کړئ