Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا سفارت: د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی

هلمند کې د آزادي راډیو د خبریال، الیاس داعي او د طلوع نیوز د خپرونو پخواني کوربه، یما سیاووش له ترور کېدو وروسته کابل کې د امریکا سفارت وايي چې د خبریالانو او خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو دی.

کابل کې د امریکا د سفارت سرپرتس، راس ویلسن وايي چې هېواد یې په ځواک سره افغانستان کې له رسنیو ملاتړ کوي.

هغه زیاتوي:« موږ په ځواکمنه توګه په دې هېواد کې له آزادو او خپلواکو رسنیو ملاتړ کوو. همدې مسالې ته په کتو مو تېره اونۍ د رسنیو له استازو سره وکتل او د مشخصې ستونزې هغه هم د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو په اړه خبرې وکړې.»

له دې سره سم، له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ له روان وضعیته او همداراز د خبریالانو پر وړاندې د ننګونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو کچه هم لوړېږی.

د نی اجرايي رییس، مجیب خلوتګر څرګندوي:«مهم ولایتونه چې امنیتي موارد په کې دي د خبریالاانو له لیده لیري پاتې کيږي او خلک نه پوهیږي چې هلته څه روان دي، همداسې وخت کې بشري حقونه ترپښو لاندې کيږي.»

خو حکومت بیا دغو اندېښنو او ګواښونو ته پر رسېدنې ټينګار کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین څرګندوي:«د خبریالانو د امنیت تامین، د مدني ټولنې غړي او په ټوله کې زموږ د هېوادوالو د امنیت تامین زموږ لپاره مهم دی. هره برخه کې چې یو ګواښ وي موږ خپل اقدامات عملي کوو.»

په همدې حال کې طالبانو په دې وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندې بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ له روان وضعیته او همداراز د خبریالانو پر وړاندې د ننګونو په اړه اندېښنه څرګندوي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه