د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې د چمتال ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان ژوند بایلود.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۶مه نېټه) وايي چې امیرګل تېره شپه د ښار پنځمې حوزې اړونده سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو لخوا وژل شوی دی.
د بلخ د پولیسو ویاند وايي چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.