هېواد کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په داسې حال کې چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، خو د ثبت شمېر یې ۱۱ سلنه راکم شوی دی.
یاد کمېسیون یې لامل هېواد کې روانې جګړې او د کرونا ویروس له کبله رامنځته شوي بندیزونه بولي.
د هېواد د بشري حقونو خپلو اک کمېسیون کمېشنره، شبنم صالحي وايي د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۷۷ پېښې ثبت شوې دي.
هغه زیاتوي تېر کال کې د تاوتریخوالي پېښې ۳۹۱۰ وې، په داسې حال کې چې تاوتریخوالی زیات شوی، خو سږ کال د ثبت شویو پېښود شمېر کچه ۱۱ سلنه راکم شوی دی.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي بل لامل د مجرمانو معافیت هم بولي، او زیاتوي چې جزايي قوانینو کې د انصراف موضوع باید له منځه ولاړه شي.
د یاد کمېسیون د کمېشنرې په وینا ډېرۍ ښځې د ګواښونو له کبله له خپلې دعوې انصراف ورکوي او دغه کار لامل شوی چې مجرمین معاف شي او بیا په تاوتریخوالي لاس پورې کړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو او ماشومانو برخې مسووله، لطیفه سلطاني وايي چې د کرونا ویروس ناورین رامنځته کېدو سره ښځو په ډېرو سیمو کې د بشري حقونو کمېسیون ته لاس رسی نه درلود او ځکه پېښې کمې ثبتې شوې دي.