Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اتمر او قریشي لیدنه؛ هېواد کې پر اوربند ټينګار

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، حنیف اتمر نایجیر هېواد کې د اسلامي همکاريو سازمان دوه ورځنۍ کنفرانس په څنډه کې له خپل پاکستاني سیال، محمود قریشي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې نن(جمعه د لیندۍ په ۷مه نېټه) راغلي دي چې ښاغلي قریشي هېواد کې د تاوتریخوالي لوړه کچه غندلي او د تاوتریخوالي کمښت او اوربند یې ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه همداراز وايي چې دواړو لورو هېواد کې د سولې پر بهیر خبرې کړې او د هېواد بهرنیو چارو وزیر دغه بهیر کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې د پاکستان ونډه مهمه بللې ده.

همداراز خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر باميانو او د هېواد نورو سیمو کې د وروستيو ترهګريزو پېښو باندې خواشيني څرګنده کړې او ويې ويل چې پاکستان هر ډول ترهګري غندي.

خبرپانه کې راغلي دي چې پاکستان یو ځل بیا د افغانانو په مشري د سولې له بهیره ملاتړ کړی دی

شریک یي کړئ