Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: امریکا په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تړلې دي

د واشنګټن پوسټ د رپوټ پر حواله، په دوحه کې د امریکا او طالبانو له هوکړه لیک وروسته، امریکايي ځواکونو د هوکړه لیک د یوې برخې په توګه، په افغانستان کې خپلې لس اډې تړلې دي.

دغه امریکایۍ ورځپاڼه وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پایلې روښانه نه دي.

د واشنګټن پوست د رپوټ پر بنسټ، په افغانستان کې د پنځو اډو تړل په دوحه کې د امریکا او طالبانو د هوکړې له ډلې وې.

د دغو اډو له تړل کېدو سره، امریکا له افغانستانه خپل زرګونه سرتېري ایستلي دي.

دغه پنځه اډې په ارزګان، هلمند، لغمان او پکتیا ولایتونو کې وې.

پنځه نورې اډې چې سږکال تړل شوې دي، په ننګرهار، بلخ، کابل، فاریاب او زابل ولایتونو کې دي.

له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر ایستلو د امریکا ټینګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د شنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه غواړي چې امریکايي ځواکونه په هغو برخو کې پاتې شي چې حضور یې د امریکا د امنیت لپاره واقعي ګټې ونه لري.

هغه چې له فاکس نیوز سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه مرکه کوله، وايي چې امریکا د امنیت ټینګښت بهر د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په شمېر پورې تړاو نه لري او امریکايي ځواکونه ګواښونو ته د ځواب ورکولو وړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د امریکا د ولسمشر موخه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، له خطره د دغو ځواکونو ساتل دي:«ولسمشر ټرمپ څرګند ویلي دي چې موږ به له خپلې خاورې دفاع وکړو؛ خو کله چې په یوه ځای کې د امریکا او زموږ د متحدانو لپاره د زموږ د سرتېرو حضور واقعي امنیتي پایلې ونه لري، هغوی له خطر سره نه مخ کوو.»

مایک پومپيو وایي چې د دوحې له هوکړه لیک وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر وړاندې ګواښونه د پام وړ کم شوي دي، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لا هم لوړه ده.

هغه په دوحه کې د سولې له مرکچي پلاویو سره خپلې وروستۍ کتنې ته په نغوتې سره زیاتوي:«موږ له دواړو لوریو سره د مذاکراتو د دوام په تړاو چې د داسې یو موټي او خپلواک افغانستان لامل شي چې تېرې لاسته راوړڼې په کې وساتل شي، پر اړتیا خبرې وکړې. تاوتریخوالی باید کم کړي او طالبان باید پر خپلو ژمنو ولاړ وي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز برید نه ترسره کېږي.»

بل خوا یو شمېر سیاستوال وایي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو هر ډول وتل باید مسوولانه او د سولې د خبرو په پرمختګ پورې تړلې وي.  

افغان حکومت په ځلونو ویلي دي چې له افغانستانه به د امریکايي ځواکونو وتل به د افغانستان پر امنیتي وضعیت کوم اغېز ونه کړي ځکه ۹۸ سلنه پوځي عملیات د افغان ځواکونو له لوري ترسره کېږي.
 
د امریکا دفاع وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر به د روان زیږدیز کال تر پایه ۲۵۰۰ تنو ته راکم شي، خو د ناټو سرمنشي وایي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د ۷۰۰۰ سرتېرو په تړاو تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

شریک یي کړئ