د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د پلاویو ترمنځ د مذاکراتو له پیل دوه نیمې میاشتې وروسته او هم مهاله د اوربند د تامین او د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د کورنیو او بهرنیو غوښتنو سربېره تراوسه نه اروبند ټینګ شوی او نه هم په تاوتریخوالي کې کموالی رامنځته شوی دی.
د هغو شمېرو له مخکې چې د امنیتي بنسټونو له خوا هره ورځ خپرېږي، د سولې د مذاکراتو په لړ کې په افغانستان کې تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی دی. لکه څرنګه چې ملي دفاع وزارت وايي دم ګړۍ د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې طالبانو په هېواد کې د تاوتریخوالي له دوام سره ښيي چې د سولې پلویان نه دي؛ خو د طالبانو ویاند ټینګار کړی دی چې د سولې یوې هوکړې ته تر رسېدو پورې د دې ډلې د جګړې دوام حتمي دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«د طالبانو لپاره یوازینۍ لار دا ده؛ هغه موکه چې رامنځته شوې استفاده وکړي. د افغانستان خلک حاضر دي چې طالبان ومني؛ خو په یوه سیاسي منظم چوګاټ کې هغه هم د دې په شرط چې طالبان اوربند ومني.»
وروستیو تاوتریخوالو، تر ډېره له ولسي وګړو قرباني اخیستې ده. هېوادوال وایي چې د تاوتریخوالي دوام ورته د منلو وړ نه دی .
د کابل اوسېدونکی حشمت رحیمي وايي:«مُلکي او پوځي وژنه زیاته شوې، خو د سولې دا مذاکرات هېڅ مثبته پایله نه لري. دا د دواړو لوریو لپاره د شرم وړ ده چې دا د افغانستان ملت نه مني.»
د کابل اوسېدونکی شفیع الله هم څرګنده کړه:«موږ حیران یوو چې کله سوله وینو. هره ورځ زموږ ځوانان قرباني کېږي.»
په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د اسلام د علماوو نړیوالې ټولنې او په مالیزیا، کویټ او بنګله دیش کې دیني عالمانو او دغه راز د فلسطین د علماوو د شورا رییس د طالبانو او حکومت تر منځ اوسنۍ جګړه ناروا وبلله او د اوربند د ټینګښت غوښتنه یې وکړه؛ خو دغو غوښتنو د تاوتریخوالي پر کموالي کم اغېز نه دی کړی.
دیني عالم سالم حسني هم وویل:«په افغانستان کې جګړه شرعي جواز نه لري. هره ډله چې په جګړې ټينګار کوي، حرام عمل ترسره کوي.»
پخوانی نظامي عتیق الله امرخېل په دې اړه څرګندوي:«طالبان دولتي ځواک د فشار او جګړې له لارې غواړي که چېرې دا فشار نه وي هغه واک ته نه رسېږي.»
له دې ټولو سره سره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل ته په خپل سفر کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره هر شونی کار به ترسره کړي.
هېوادوال او د چارو شنوونکي په دې باور دي چې ښکېل لوري باید د خپلو شخصي ګټو لپاره، د خلکو غوښتنې تر پښو لاندې کړي او د سولې پر ځای تاوتریخوالی غوره کړي.
د پخوانی ولسمشر مرستیال یونس قانوني وايي:«پوځي حل لار په هېڅ بیه موږ او د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده. په دې صورت کې، موږ هر یو له یو مېلیوني، د افغانستان له شل مېلیونه ځوان نسل، له تحصل او انګېزې سره چمتووالی لرو چې د ټول غوښتنې په وړاندې ودرېږو.»
داسې تمې وې چې د مذاکراتو له پيل سره به په هېواد کې اوربند ټينګ او لږ تر لږه تاوتریخوالی کم شي؛ خو لیدل کېږي چې دغه تمې لا تراوسه پوره شوې نه دي.