Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زابل کې ځانمرګي برید درې تنه وژلي او ۲۳ نور ټپيان کړي

امنیتي سرچینې وايي چې نن (یکشنبې، د لیندۍ په ۹مه) د زابل ولایت د ولایتي شورا پر مشر عطاجان حق بیان پر موټر د ځانمرګي برید په پایله کې درې تنه وژل شوي او د ۱۹ ولسي وګړو په ګډون ۲۳ تنه نور پټيان شوي دي.

د ښاغلي حق بیان په وینا، دغه پېښه نن سهار د زابل په مرکز په کلات ښار کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ښاغلي حق بیان موټر له کوره بهر شو.

ویل کېږي چې عطا جان حق بیان برسېرن ټپي شوی دی، خو د څلورو تنو نورو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د دغې پېښې ټپيان د درملنې لپاره دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلي. 
 
شریک یي کړئ