Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات اوبې ولسوالۍ امنیه قومندان ژوند بایلود

د هرات امنیتي مسوولین د دغه ولایت د اوبې ولسوالۍ امنیه قومندان، محمدرفیق الکوزي له ژوند بایللو خبر ورکوي.

د پولیسو ویاند، عبدالاحد ولي زاده وايي چې د ښاغلي الکوزي موټر نن سهار(دوشنبې د لیندۍ په ۱۰مه نېټه) د طالبانو له کمین سره په  اوبې ولسوالۍ کې مخامخ شو.

هغه زیاتوي چې برید کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

د هرات پولیس همداراز وايي چې پېښه د اوبې ولسوالۍ په پنځلس کیلومټرۍ کې شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ