Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولټنبرګ:ناټو د افغانستان راتلونکي په اړه سختې پرېکړې سره مخ ده

د ناټو بهرنیو چارو وزیران افغانستان کې د خپل ماموریت څرنګوالي په اړه غونډه کوي.

د ناټو سرمُنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې یاد تړون د افغانستان د راتلونکې په تړاو له سختې پرېکړې سره مخامخ دی.

هغه ویلي دي په داسې حال کې چې یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای د افغانستان د بدلېدو وېره شته، خو اصلي ستونزه دا ده چې ناټو تر اوسه دا پرېکړه نه ده کړې چې دغه هېواد کې پاتې شي او که نه؟

ټاکل شوې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن او سبا افغانستان کې د دغه تړون د ماموریت په تړاو په یوې مجازي ناسته کې سره بحث وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې مخکې ویلي و چې، دوی افغانستان کې سمې لارې ته اړتیا لري.

د ناټو سرمُنشي وایي، افغانستان کې یې د امریکایي سرتېرو سره یوځای د سرتېرو شمېر کم کړی، خو یاد تړون به افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

د هغه په وینا:«اوس موږ له روښانه پرېکړې سره مخامخ یوو، ټاکنه ډېره سخته ده چې د ټولو لپاره یوه معضله ده. دا چې پاتې شو(افغانستان کې) ځکه چې موږ خپلې ټولې ارزونې کوو، دا چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.»

نوموړی زیاتوي:«یا د جګړې د دوام ګواښ، افغانستان کې د اوږدو پوځي نښتو دوام.»

له بلې خوا د امریکا اتلانتیک شورا څېړونکي، جیمګولبي یوې مقالې کې د ډونالډ ټرمپ ناسم سیاستونه د طالبانو د زړه ورتوب او د افغانستان د حکومت د کمزوزۍ لامل بولي.»

 دغه څېړونکي ویلي دي چې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد له مکرر ټینګار سره چې باید امریکايي ځواکونه له افغانستانه په مشروط ډول ووځي، خو طالبانو هېڅ کله د پنټاګون او د ناټو د پوځ مشرانو له تمې سره عمل نه دی کړی.

هغه زیاته کړې چې ټرمپ او مایک پومپيو پر ولسمشر غني فشار راوستی، څو غیرضروري امتیازات طالبانو ته ورکړي، خو د هغې په بدل کې یې هېڅ ترلاسه نکړل.

جیمګولبي په وینا له هغه وخته چې ټرمپ ولسمشرۍ ته ورسید دې پرېکړې ته ونه رسید چې افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي او که دا جګړه پایته ورسوي.

د څېړونکی افغانستان کې د ۲۵۰۰ ته د سرتېرو کمول "خپلسره" بولي او زیاتوي چې دغه پرېکړه امریکايي سرتېري له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو ته مرستې بهیر له ګواښ سره مخامخ کوي.

ټاکل شوې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن او سبا افغانستان کې د دغه تړون د ماموریت په تړاو په یوې مجازي ناسته کې سره بحث وکړي

شریک یي کړئ