Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دفاع وزارت له خوا د یوه طالب قومندان د انځور خپرېدل جنجالي شول

د ملي دفاع وزارت له خوا په غزني ولایت کې د یوه طالب قومندان په نامه د یوه طالب جنګیالي د انځور خپرول له نیوکو سره مخ شوي دي.

ملي دفاع وزارت په غزني کې د حمزه نورستاني په نامه د یوه طالب قوماندان د وژل کېدو په تړاو په یوې خبرپاڼه کې یو عکس هم ضمیمه کړی و، خو وروسته د طالبانو یوه ویاند د خپل ټویټر پر پاڼه ولیکل چې دا عکس په پکتیا ولایت کې د طالبانو د یوه بل غړي دی او د نوموړي ویډیو یې هم خپوره کړه.
 
په پکتیا کې د طالب ډلې غړی کرامت خان وايي:«هغه ادعا چې د کابل ادارې کړې، هېڅ حقیقت نه لري او دروغ ده! زه الحمدالله جوړ او روغ یم.»

د ملي دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی بیا څرګندوي:«د حمزه وزیرستاني وژل کېدل، غزني ولایت مرکز کې د دوه ورځو مخکې موټر بم چاودنې اصلي طراح زموږ د ځواکونو له خوا، سل په سلو کې او په بشپړه توګه کره دی او د دغه کس انځور هم وروسته تصحیح شو.»

د طالب قومندانانو پر ځای په تېروتنې د نورو عکسونو خپرېدو او یا هم د تعقیب لاندې کسانو پرځای د نورو کسانو د عکسونو خپرېدو مخینه لرلې ده.

په وروستیو اوونیو کې په څو موردونو کې لیدل شوي دي چې د کابل ښار په ځينو برخو کې د تعقیب لاندې کسانو پر ځای د نورو کسانو عکسونه خپاره شوي دي.

تېره اوونۍ د پولیسو د ځانګړو ځواکونو یو افسر چې په هرات کې له ماموریته کابل ته راستون شوی و، هم له طلوع نیوز سره په خبرو کې له ورته څه شکایت وکړ.
  
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي:«که چېرې هغه کسان چې ادعا لري چې عکسونه یې له کوم دلیل پرته چاپ شوي کولای شي اړوندې حوزې ته مراجعه وکړي او له قانع کوونکو دلایلو سره، دا موضوع د حل وړ ده.»

په دې لړ کې داسې انګېرل کېږي چې په هېواد کې ښکېل لوري، اوس مهال تر پخوا زیات په دې هڅه کې دي چې د یو بل تېروتنې نندارې ته وړاندې کړي او له دې پلوه د ځان په ګټه کار واخلي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رییس فدا محمد الفت صالح څرګندوي:«موږ ولیدل چې په ځلونو چې کشفي معلومات چې خلکو ته ورکړل شوي چې ترهګر ووژل شو، وروسته مو ولیدل چې ژوندی شوی؛ ترهګر ونیول شو، وروسته مو ولیدل چې هغه هېڅ نیول شوی نه دی. دوی ډېر تبلیغاتي چلندونه کوي.»

د ولسي جرګې غړی محمد حسن شریفي بلخابي هم زیاتوي:«په دې برخه کې نه دقت، کولای شي زموږ د هېواد کشفي او استخباراتي ځواکونو اعتماد ته زیان ورسوي.»

په دغه راز وضعیت کې د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د دې ادارې له آدرسه ټول خپرېدونکي تصویرونه له کره او بیا بیا څېړنو وروسته خپرېږي.

دا ریاست له نورو امنیتي ادارو سره هم په دې تړاو پر همغږۍ ټینګار کوي.

د دفاع وزارت ویاند د امنیتي ځواکونو له خوا په غزني کې د موتر بم اصلي طراح حمزه وزیرستاني وژل کېدل، په بشپړه توګه دقیق ګڼي.

شریک یي کړئ