Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې کړنلار سره له سریزې سره وروستۍ شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو بالاخره له کابو درې میاشتو سلامشورو او چنې وهلو وروسته د سولې مذاکراتو کړنلار وروستۍ کړه.

په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وايي چې دغه کړنلار له سریرې سره وروستۍ شوې ده او دواړو لوریو د سولې مذاکراتو پر اجنډا پیل کړی دی.

ورته مهال د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی محمد نعیم که څه هم د سولې مذاکراتو کړنلار د وروستي کېدو پخلی کوي، خو وايي چې ټاکل شوې د سولې مذاکراتو پر اجنډا بحث پيل شي.

په دې وروستیو کې طالبانو ویلي چې دغه کړنلار د نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه وروستۍ شوې وه؛ وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت وویل چې د هغه پر سریرې هوکړه نه ده شوې.

دواړو لوریو نږدې درې میاشتې مخکې په دوحه کې د سولې مذاکرات پيل کړل. په دغې موده کې اصلي بحث د سولې اصلي مذاکراتو د کړنلارې د رامنځته کېدو پر څرنګوالي و؛ هغه کړنلار چې جنجالي شوه او بالاخره د مذاکراتو پر بندون پای ته ورسېده.

پلاویو له بندون وروسته، څه باندې یوه میاشت یې نه کومه غونډه سره لرله او نه هم مذاکراتو کوم پرمختنګ درلود. 

خلیل زاد: د تاوتریخوالی د کمښت لپاره به سخت کار وکړو

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دوحه کې د سولې مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو هر کلی کړی او ویلي یي دي:«موږ به د «مذاکرې په لړ کې» له ټولو لوریو سره د تاوتریخوالي د جدي کمښت او حتا د اوربند لپاره سخت کار وکړو.»

ښاغلي خلیل زاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې دغه درې پاڼیزه کړنلاره، د مذاکراتو په هکله قانون او کړنلار او د ټول ګډونه اوربند لپاره د لارې نقشه تعیین وي:«د افغانستان خلک اوس د سیاسي کړنلارې او اوربند په هکله چټک پرمختګ په تمه دي. موږ د هغوی غوښتنې درک او له هغوی ملاتړ کوو.»
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ دفتر یونما هم د افغان سولې مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو د هر کلي تر څنګ هغه یو مثبت ګام ګڼي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر انډریس وان برنټ په دوحه کې د سولې مذاکراتو د کړنلارې د وروستي کېدو له هرکلي سره وايي چې دا د پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی.

ارګ: موږ د مذاکراتو دوام ته ژمن یوو

ولسمشرۍ ماڼۍ که څه هم تراوسه د سولې مذاکراتو د کړنلارې د وروستي کېدو په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د ولسمشر ولومړی مرستیال امرالله صالح نن وویل چې حکومت د تاوتریخوالي د زیاتولي سربېره د سولې مذاکراتو ته ژمن دی.

ښاغلي صالح ټینګار وکړ چې افغان حکومت مذاکرات د سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو غوره ټاګڼه ګڼي:«د تاوتریخوالي د کموالي سربېره، موږ د مذاکراتو دوام ته ژمن یوو. موږ دا مذاکرات د منلو وړ هوکړې ته د رسېدو لپاره یوه ښه غوراوی ګڼوو.»

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی محمد نعیم که څه هم د سولې مذاکراتو کړنلار د وروستي کېدو پخلی کوي، خو وايي چې ټاکل شوې د سولې مذاکراتو پر اجنډا بحث پيل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه