Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړنۍ غونډه د شنبې په ورځ جوړېږي'

د ملي روغې جوړې د تشکیل پر ځنډ د نیوکو په لړ کې، په دغې شورا کې سرچینې وايي چې ټاکل شوې ده د دغې شورا لومړنۍ غونډه د راتلوونکي اوونۍ د شنبې په ورځ جوړه شي.

د دغو سرچینو په وینا، د دغې شورا د غړو په نوملړ کې چې د ولسمشر له لوري په یوه فرمان کې اعلان شوی د سید اسحاق ګیلاني، فرخنده زهرا نادري او شهزاده شاهد نومونه هم ورزیات شوي دي.

د دغو سرچینو په وینا، ښايي په دې نوملړ کې د رحمت الله نبیل، احمد مسعود او احمد ولي مسعود نومونه هم ورزیات شي او همداراز ټاکل شوې چې د دغې شورا مشرتابه غړي به د شنبې په ورځ خپل لومړنۍ ناسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه کړي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت رییس سید احق ګیلاني وايي:«د غونډې د ترسراوي لپاره ډېر په شدت سره کار کوي. ډاکتر صاحب ډېر زحمت باسي. هیله ده چې د شنبې په ورځ دغه جلسه جوړه شي.»

د زابل پخوانی والي خیال محمد حسیني هم وویل:«موږ باور لرو چې ډاکټر صاحب اشرف غني یا ډاکټرصاحب عبدالله په دې هوکړه کړې وي. خبر یوو چې ناستې یې سره لرلې دي، له استاد سیاف، له کرزي صاحب، له رسنیو مو ولیدل خو هوکړه پټه پاتې شوه.»

په داسې حال کې چې، د سیاسي هوکړې له لاسلیکه د شپږو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د ملي روغې جوړې عالي شورا نه ده جوړه شوې، خو د دغې شورا له جوړېدو مخکې د عبدالله عبدالله سفرونه له نیوکو سره مخ شوې دي.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحمان ایوبي څرګنده کړه:«تشریفات یې ډېر خوښېږي. ایران ته ولاړ شي. ازبیکستان ته ولاړ شي، ترکیې ته ولاړ شي، پاکستان ته ولاړ شي. خو د افغانستان د خلکو لپاره اصلي موضوع سوله وه چې ژمنه یې هم کړې وه.»

د راپورونو له مخې، پاکستان، هند، ایران، ترکیې او ازبېکستان ته د عبدالله عبدالله او د هغه د ډلې سفرونه د باختر، آریانا او کام ایر هوايي شرکتونو د الوتکو په وسیله ترسره شوي او د هرې الوتنې کرایه چې په چارتر ډول نیول شوي وو؛ د ۴۰ تر ۵۰ زرو ډالرو پورې اټکل شوې ده.

یو شمېر سیاسي شنوونکي وايي، که چېرې د سولې د هڅو د یوموټي کولو لپاره د ملي روغې جوړې عالي شورا جوړه وای؛ نو په دوحه کې به د روانو خبرو د بندښت اټکل هم ډېر کم وو.

شریک یي کړئ