د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو هرکلی وکړ.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې په دې اړه لیکلي دي:«دا د ټول ګډونه اوربند په ګډون د مذاکرې د مهمو موردونو د پیل په هلکه یو مهم ګام» دی.
ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا هم په یوې خبرپاڼه کې په دوحه کې د سولې مذاکراتو د کړنلارې د وروستي کېدو د هرکلي ترڅنګ ویلي دي چې په دې اړه هوکړه«د سولې مذاکراتو اصلي بحثونو او د اجنډا په اړه خبرو اترو ته زمینه برابروي.»
دغه شورا وايي چې خلک د دې تمه لري چې لوري له دغې موکې د جګړې د پای لپاره استفاده وکړي.
په دوحه کې د سولې مرکچي پلاویو نن ماښام اعلان وکړ چې دواړه لوري د سولې مذاکراتو د کړنلارې پر سر، سره هوکړې ته رسېدلي دي او د دغې کړنلارې متن وروستۍ شوی دی.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دوحه کې د سولې مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو هر کلی کړی او ویلي یي دي:«موږ به د «مذاکرې په لړ کې» له ټولو لوریو سره د تاوتریخوالي د جدي کمښت او حتا د اوربند لپاره سخت کار وکړو.»
په دوحه کې د مرکچي پلاویو د څرګندونو پربنسټ، دواړو لوریو نن یوه عمومي غونډه لرله چې د پلاویو ګډې کاري کمېټې ته دنده ورکړل شوه چې د سولې مذاکراتو د اجندا موضوعګانې ترتیب کړي.
په کابل کې د امریکا سفارت هم د دغې کړنلارې له وروستي کېدو هرکلی کوي او هغه یې یو ښه پرمختګ بللی دی.
په دې اړه مو اندونه