Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میلي: امریکا افغانستان کې لږې لاسته راوړنې درلودې

د امریکا د پوځ لوی درستیز، جنرال مارک میلي مني چې امریکا متحده ایالاتو افغانستان کې له شل کلنې جګړې سره مختصرې لاسته راوړنې درلودې.

هغه افغانستان کې د جګړې په تړاو خواشینونکې ارزونه وړاندې کړې ده.

 دغه جګپوړی امریکایي پوځي وایي، واشنګټن نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پتڼځای شي او ترې پر امریکا بریدونه وکړي.

 دا څرګندونې په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې، څو د راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له پنځو زرو نه دوه نیم زرو ته راکم کړي.

مخکې له دې امریکایي رسنیو راپور ورکړی و چې دغه هېواد افغانستان کې خپلې ځینې لویې اډې تړلې دي.

جنرال میلي زیاته کړې ده:«هغه څه چې وروسته له هغې به رامنځته کیږي، دا به د (امریکا) د یوه تازه حکومت پر غاړه وي چې پرې به د جنوري په ۲۰مه پوه شو.»

ښاغلي میلي همداراز ټینګار کړی دی چې امریکايي ځواکونه له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته د روزې په برخه کې دوام ورکوي.

شریک یي کړئ