دفاع وزارت د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو په شا تمبولو خبر ورکوي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۱۳مه نېټه) راغلي دي افغان ځواکونو د کندهار په ژیړۍ، ډنډ او معروف ولسوالیو کې د طالبانو بریدونو ځواب ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې طالبانو تېره ورځ په یادو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
دفاع وزارت همداراز وايي چې نښته کې ۸۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
یاد وزارت افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو تر اوسه خپل نظر نه دی څرګند کړی.