Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي مصالحې د عالي شورا لومړۍ ناسته د شنبې په ورځ ترسره کیږي

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند،  فریدون خوځون وايي چې ټاکل شوې سبا(شنبې د لیندۍ په ۱۵مه نېټه) د یادې شورا لومړۍ ناسته ترسره شي.

سرچینې وايي چې د سیداسحاق ګېلاني، فرخنده زهرا نادري او د شهزاده شاهد نومونه د ملي مصالحې د عالي شورا د مشري پلاوي ۴۵ کس ییز نوملړ کې زیات شوي دي.

د یادې شورا د مشري پلاوي د ۴۵ غړو نومونه مخکې له دې د ولسمشر غني لخوا یوه فرمان کې خپاره شوي وو، کوم چې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله ورسره مخالفت وکړ.

د سرچینې په حواله، ښایې د رحمت الله نبیل، احمد مسعود او د احمدولي مسعود نومونه هم زیات شي.

ویل کيږي چې عبدالله عبدالله د ملي مصالحې د غړو مشرانو سره د شنبې ورځې ناستې په تړاو خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې شپږ میاشتې وروسته د شورا له جوړېدو سره هېڅ عمومي ناسته نه وه ترسره شوې، خو ښاغلي عبدالله د دغې شورا له ادرسه څو رسمي سفرونه درلودل.

ځيني سیاسي کارپوهان بیا د شورا له تشکیله مخکې د ښاغلي عبدالله پر سفرونو نیوکې کوي.

د راپورنو له مخې د ښاغلي عبدالله او ورسره پلاوي سفرونه ترکیې، ایران، ازبکستان، هند او پاکستان ته د باختر اریانا او کام ایر شرکتونو الوتکو سره ترسره شوي او هرې الوتنې لپاره یې چې په چارتر توګه الوتکې کرایه کړې وې، لګښت یې ۴۰ تر ۵۰ زره ډالره اټکل شوی دی.

سرچینې وايي چې د سیداسحاق ګېلاني، فرخنده زهرا نادري او د شهزاده شاهد نومونه د ملي مصالحې د عالي شورا د مشري پلاوي ۴۵ کس ییز نوملړ کې زیات شوي دي

شریک یي کړئ