Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې مذاکرات؛ کمېټو خپله لومړنۍ غونډه جوړه کړه

د سولې مذاکراتو پر کړنلارې له هوکړې وروسته، نن شنبې (د لیندۍ په ۱۵مه) د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو کاري کمېټو خپله لومړنۍ غونډه جوړه کړه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړي نادر نادري وايي چې په دغې غونډه کې د سولې مذاکراتو د اجنډا د ترتیب په هکله خبرې اترې شوې دي.

د هغه په وینا ټاکل شوې ده چې دغه ګډه کمېټه سبا (یکشنبې) هم یوه ناسته ولري.

ورته مهال په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم هم ورته ټویټ کې ویلي دي چې د ګډو کمېټو ترمنځ به ناستې او غونډې دوام ولري.
   
له دې سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو وړ نه بولي.
            
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دې اړه وویل:«ما هغوی ته څرګنده کړه چې د مذاکراتو له دوام سره همهاله د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه باید دوام ونه مومي. دا به کارنده نه وي .هیله من یم چې وکړای شو؛ تر دې وړاندې چې ډېر ناوخته شي، په اوربند پورې اړوند  مسایلو باندې خبرې پېل کړو.»   

بل خوا قطر ان تر راتلونکي نوي زیږدیز کال پورې د افغان سولې بهیر ته خوشبین دی.
 
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي:«هیله من یوو چې د روان کال تر پایه پرمختګونه ولرو. او دغه راز ۲۰۲۱ کال باید د افغانستان لپاره داسې یو ښه کال وي چې سوله او ټیکاو راولي.»

بلخوا ولسمشرغني سولې ته د طالبانو رسېدو لپاره هغوی د اوربند وکړي. ښاغلي غني همدارنګه ټینګار کړی دی چې طالبان باید له امریکا او افغان پلاوي سره د مذاکرې ترمنځ توپير او تفکیک ته قایل وي.
 
په دوحه کې له کابو درې میاشتو سلامشور او چنې وهلو وروسته مرکچي پلاویو اعلان وکړه چې د سولې مذاکراتو پر کړنلارې سره سلا شوي دي؛ هغه هوکړه چې د سولې رسمي مذاکراتو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.  

له دې هوکړې وروسته، دواړو لوریو کمېټې وټاکلې چې د رسمي مذاکراتو د اجنډا په هکله کار وکړي، تېره ورځ په قطر کې د طالبانو ویاند وویل چې اوربند یو له هغو موردونو څخه دی چې په اجنډا کې به ځای پر ځای کړل شي.

شریک یي کړئ