Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت: ځينې زده کوونکي به په جوماتو کې ښوونه او روزنه وویني

د پوهنې وزارت اوس اوس اعلان کړی دی چې د لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده کوونکي به په جوماتونو کې ښوونه او روزنه وویني.

د پوهنې وزارت په دې هکله د اعلامیې له خپرولو سره ویلي دي چې دغه وزارت خپل جوړښت ته بدلون ورکړی دی چې «اسلام د ښوونې او روزنې په سیسټم کې چورلیز ځای ګۍ ولري.»

په دغې اعلامیه کې راغلي دي:«پوهنې وزارت جوماتونه په تعلیمي ایکو سیسټم کې شامل کړي دي چې د هغه پر بنسټ د لومړي تر درېیم ټولګي ټول زده کوونکي به خپلې زده کړې د خپلو سیمو په جوماتونو کې وکړي. د ښوونې او روزنې په درې لومړنیو کلونو کې جومات ته تلل په زده کوونکو کې یو پياوړی اسلامي پېژاند رامنځته او وده به وکړي او زموږ د زده کوونکو لپاره د اسلام محوریت به ډاګیزه کړي.»

پوهنې وزارت ویلي دي چې د پخواني ښوونیز سیسټم پر بنسټ، د اسلامي ځای ګۍ په څنډه کې و.

دغه وزارت سرپرستي له څو میاشتو راهیسې د رنګینې حمیدي له خوا کېږي. مېرمن حمیدي د دغه وزارت نومانده وه چې تېره اوونۍ یې له ولسي جرګې د اعتماد رایه ترلاسه نه کړه. 

مشرانو جرګې د یکشنبې پر ورځ د پوهنې وزارت سرپرسته په دغه وزارت کې د اوسنیو ستونزو په تړاو د دغې جرګې عمومي غونډې ته وروبلله.

په پوهنې وزارت کې د اسلامی تعلیماتو د معینیت د ړنګېدو څرنګوالی، د ښوونځيو د ښوونکو کموالی او د ښوونکو لږ معاش هغه مسایل وو چې په تړاو یې پر پوهنې وزارت نيوکې وشوې.
   
د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار په دې اړه وویل:«د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د دغه معینیت مسوولیت دا دی چې د مدرسو ترمنځ انسجام رامنځته کړي او د ستونزو د حل لپاره د دولتي او نادولتي مدرسو د انسجام لپاه کار وکړي.»

د پوهنې وزارت سرپرسته په دغه وزارت کې اوسنۍ ستونزې مني او وایي چې که په دغه  وزارت کې د سرپرستې په توګه پاتې شي، پر دغو ستونزو به غور وکړي.

رنګینه حميدي وایي چې په پوهنې وزارت کې یو سلو شل تنه سلاکاران په لوړ معاش سره کار کوي چې په میاشتو میاشتو یې نه ویني.

مېرمن حمدي همدارنګه څرګنده کړه چې د هېواد ډېری فارغین بې سواده دي. 

اغلې حمیدي زیاتوي:«ډېر د شرم ځای دی. خو باید ووایم چې د ښوونځيو ډېری فارغین دي چې د لمانځه پر فرایضو نه پوهېږي.» 

مېرمن حميدي په ولسي جرګه کې د باور رایې په اخیستو کې خپل د پاتې راتلو لامل؛ د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د ناقونه غوښتنو نه منل بولي:«زما د رایو د کموالي یو لامل دا و چې ما په تېرو پنځو میاشتو کې الحمدالله هېڅ ډول فشار قبول نه کړ او هېڅ غیرمسلکي کس مې ونه ګوماره.» 

اخوا د پوهنې وزارت سرپرسته وایي چې په پوهنې وزارت کې ۲۲۰ زره ښوونکي کار کوي او په اوسني وضعیت کې د بودیجې د کموالي له امله د هغوی د معاش زیاتول شوني نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه