وسله والو کسانو نن سهار یکشنبې (د لیندۍ په ۱۶مه) د کابل د پوځي څارنوالۍ د تحقیق کمېټې امر د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته څېرمه په ډزو سره وواژه.
د کابل د څارنوالۍ ریاست د څېړنې د کمېټې آمر پامیر فیضي د نن سهار په اوونیمو بجو هغه مهال چې غوښتل یې خپل دفتر ته ولاړشي په پنځمه حوزه کې ووژل شو.
د دغه څارنوالۍ کورنۍ امنیتي مسوولان د څارنوالانو د امنیت په ټينګښت کې په بې پروایۍ تورن وي او له ولسمشر او د ولسمشر له لومړي مرستیال، کورنیو چارو ویزر څخه غواي چې د دغه څارنوالۍ وژونکي پیدا او اعدام کړي.
د پامیر فیضي مېرمن نرګس وویل:«هر ډول چې کېږي د دغه قتل دوسیه وڅېړئ. باید پیدا شي چې دا چا وژلی دی؟ د دغې وژنې عامل باید زما د سترګ په وړاندې اعدام کړي.»
پامیر فیضي د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې زده کړې کړې وې او دغه راز د پولیسو له اکاډمۍ هم فارغ شوی و او له پنځلسو کلونو راهیسې یې په دولتي ادارو کې کارکاوه.
د دغه وژل شوي څارنوال ګاونډیان وایي چې څو میاشتې وړاندې هم دغه څارنوالۍ ته پر لار کې ماین اېښودل شوی و.
د وژل شوي څارنوال خپلوان عبدالدیان دیان وايي:«د ډېرو برجسته، ريښتیني او زیارکښو او ژمنو څارنوالانو له ډلې وو.»
په یوې بله پېښه کې وسله والو د اسلام الدین په نامه یوسوداګر چې په شیرپاد شاه مشهور و؛ د شنبې پر ماښام هغه مهال چې په ګلدرې ولسولۍ کې له خپل دفتر نه کور ته روان وو؛ په نښه کړ.
د دغه سوداګر د کورنۍ غړي او خپلوان، د ولسمشر له لومړي مرستیال او نورو امنیتي ادارو غواړي چې د دغو بریدونو پر وړاندې بېغوري ونه کړي.
د اسلام الدین ورور سراج الدین وویل:«کشفي او استخباراتي بنسټونه باید ژر تر ژره د دغې پېښې عامل پيدا کړي.»
سره له دې چې ملي امنیت تېره اوونۍ په کابل کې د هدفي ترورونو د مسوول له نیولو خبر ورکړ، خو لاهم ناپېژانده وسله وال په هدفي وژنو لاس پورې کوي، خو د پلازمېنې اوسېدونکي د دغو قتلونو پر دوام سخت .اندېښمن دي