Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: ټاکل شوې سبا قطر کې د سولې خبرې زښته جدي پیل شي

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې ټاکل شوې ده په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو پلاوي ترمنځ زښته زیاتې جدي خبر اترې پیل شي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«نن پلاویو له خپلو غړو سره مشورې کوي او سبا به ډېر جدي بحثونه پیل شي.»

په داسې حال کې چې طالبانو د سولې خبرو اترو په اجنډا کې د شاملېدو لپاره ۲۲ ماده ییز وړاندیز مطرح کړی دی، بلخوا د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی هم یو ۲۸ ماده ییز وړاندیز د شاملېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي ځينې وړاندیزونه 

*د اوربند ټینګښت 

*د افغانسان اساسي قانون

*د آزادیو ساتنه 

*د لاسته راوړنو ساتنه 

*د امنیتي- دفاعي ځواکونو ساتنه 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د پلاویو د کاري ډلو تر منځ له درې ورځو بحثونو او  خبرو وروسته دواړو لوریو د مذاکراتو په اجنډا کې د شاملولو لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي دي.   

طالبانو هم په یوه ۲۲ ماده ییز وړاندیز کې ویلي دي چې د اسلامي نظام دې د جمهوري یا امارت له مختاړي او وروستاړي پرته وي.

دې ډلې په هېواد کې د دیني عالمانو د یوې سراسري شورا د جوړېدو غوښتنه کړې ده او غواړي چې د هېواد ښوونیز نظام د اسلامي پوهنې په نوم وي.

دې ډلې د اسلام د لارښوونو له مخې د ښځو او نارینه وو او دغه راز د رسنیو د آزادۍ غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو تراوسه روښانه کړې نه ده چې د اسلامي لارښونو پربنسټ د ښځو، نارینه وو او رسنیو ازادیو مشخص تعریف څه دی؟

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړې فاطمه ګیلاني وايي:«موږ باور لرو چې هېڅوک زموږ د دین او زموږ د هېواد څېښتن نه دي، موږ ټول په هغه دین عقیده لرو چې نوم یې اسلام دی او پر هغه کور عقیده لرو چې نوم یې افغانستان دی.»

خو په دغه وړاندیز کې لیدل کېږي چې طالبانو نه دي غوښتي چې د خپلو بندیانو خوشي کېدل د سولې د مذاکراتو په اجنډا کې شامل کړي او ظاهراً افغان حکومت هم د دغو بندیانو پر خوشي کېدو راضي نه برېښي.
 
د طالبانو ځينې وړاندیزونه 

*له وروستاړي اومختاړي پرته اسلامي نظام
 
* د دیني عالمانو د سراسري شورا جوړېدل 

* د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نارینه وو آزادۍ 

* د اسلامي لارښوونو له مخې د رسنیو حدود او آزادۍ 

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار ویاند رحمت‌الله اندړ وايي:«د بندیانو خوشې کول او یا نه خوشې کول د مذاکراتو پر چټکتیا اغېزه نه لري.»

طالبانو ته نږدې سرچېنې وایي چې د دې ډلې د بندیانو پر خوشي کېدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کېدو په تړاو له امریکایانو سره بحث شوی دی.
               
د افغانستان د خلاصون لار د شورا مشر سید اکبر آغا څرګندوي:«د طالبانو او امریکا ترمنځ هغه خبرې اترې چې شوې وې دا هم یاده شوې وه چې له مذاکراتو مخکې د طالبانو د مشرانو نومونه له تور نوملړ څخه وايستل شي او د مذاکراتو له پیل سره د طالبانو بندیان ازاد کړل شي.»

په قطر کې سرچینې وایي چې اوس مهال دواړه لوري په خپلو کې د مقابلو ډلو د وړاندیزونو په تړاو سره سلا مشورې کوي او ټاکل شوې ده چې د دواړو لوریو د مشرتابه له تایید وروسته دا وړاندیزونه د سولې په مذاکراتو کې مطرح شي.

طالبانو د سولې خبرو اترو په اجنډا کې د شاملېدو لپاره ۲۲ ماده ییز وړاندیز مطرح کړی دی، بلخوا د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی هم یو ۲۸ ماده ییز وړاندیز د شاملېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ