د امریکا براون پوهنتون یوه تازه څېړنه ښیې چې افغانستان کې د هوايي بریدونو له کبله د ملکي کسانو مرګ ژوبله درې برابره زیاته شوې ده.
څېړنه ښیې چې دغه مرګ ژوبله تېر کال درې برابره کمه وه.
د څېړنې له مخې یوازې تېر زیږدیز کال کې ۷۰۰ افغان ملکيان هوايي بریدونه کې وژل شوي دي چې دا شمېر د تېرو ۱۹ کلونو جګړې کې بې ساری دی.
همداراز افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمښت ته په اشارې سره څېړنه کې راغلي دي:«که څه هم د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر کم کړ، خو د سولې خبرو ته یې د طالبانو د راکاږلو لپآره هوايي بریدونه زیات کړل.»
د براون پوهنتون څېړنه ښیې چې یوازې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال درېیمې برخې درېیو میاشتو کې د سولې خبرو سره هم مهاله هوايي بریدونو کې ۷۰ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي.
خو افغانستان کې د امریکا پوځ او د هېواد دفاع وزارت دغه راپور رد کړی دی.
د دفاع وزارت بیا هېواد کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل طالبان بولي.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال، فواد امان څرګندوي چې طالبان د خلکو په کورنو کې پټیږي او ملکي کسان د ډال په توګه کاروي، د دې ترڅنګ په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه کوي.