Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې: هغه جدي مذاکرات چې ټاکل شوې وه نن قطر کې پیل شي وځنډېدل

سرچینې وايي هغه جدي مذاکرات چې ټاکل شوې وه نن (چهارشنبې، د لیندۍ په ۱۹مه) د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو ترمنځ په قطر کې پيل شي، د دوو ورځو لپاره وځنډېدل.

دغه سرچینې وايي چې طالبانو د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا د ۲۸ ماده ییزو وړاندیزونو په اړه د سلامشورې په پار دوه ورځنی مهلت غوښتی دی.

خو په قطر کې د طالبانو د پلاوي غړی وايي چې دغه دوه ورځنی وخت د دواړو پلاویو له لوري وړاندیز شوی دی.

د مرکچي پلاویو کاري ډلو د سولې د مذاکراتو د اجنډا په هکله له درې ورځو غونډو وروسته، تېره ورِځ اعلان وکړ چې په دې اړه یې وړاندیزونه چمتو کړي دي.
 
د سولې عالي شورا پخوانی مرستیال قاضي محمد امین وقاد وايي:«موږ هیله لرو چې طالبان د هېواد ستونزې په پام کې ونیسي او په خبرو اترو کې نرمښت وښيي او هوکړه وکړي چې یو لاس شو.»

د سولې خبرو په اجنډا کې د طالبانو په ۲۲ ماده ییز وړاندیزونو کې راغلي چې، ډېری آزادۍ او په ځانګړې توګه د ښځو آزادي باید د اسلامي لارښوونو پر بنسټ وي؛ خو لا هم روښانه نه ده چې، له دغو آزادیو د طالبانو تعریف څه دی؟

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشرتابه پلاوي غړې فریده مومند وايي:«موږ د هغو اسلامي قوانینو چې دوی یې وايي په روښانه تعرف نه پوهېږو، په دې دلیل چې تراوسه یې په مذاکراتو کې نه دي ویلي چې د ښځو د حقونو په هکله د خپلو پخوانیو دریځو څخه په شا شوي یوو.»

افغان حکومت داسې انګیري چې، د سولې له هوکړې وروسته به په افغانستان کې د فساد بستر هم ټول شي.

د ولسمشر دویم سرور دانش وویل:«موږ هیله لرو چې د سولې بهیر کې له پرمختګ سره، د فساد او قاچاق اصلي بستر له منځه ولاړ شي.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو کاري ډلو د سولې مذاکراتو د اجنډا په اړه له درې ورځو ناستو وروسته په دې بریالي شول چې خپل وړاندیزونه چمتو کړي.

طالبانو د دغو خبرو لپاره په ۲۲ مادو خپل وړاندیزونه او د افغانستان اسلامي جمهوریت لوري هم بیا په ۲۸ مادو کې خپل وړاندیزونه مطرح کړي او دواړه لوري به د دوو ورځو لپاره په خپل منځ کې د دغو .وړاندیزونو په اړه سلا مشورې وکړي

شریک یي کړئ