Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دانش: فساد د عامه ادارې نظام د ورستېدو لامل شوی دی

نن چهارشنبې د ډسمبر ۹مه نېټه له اداري فساد سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره سمون لري، په دې ورځ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې په ټولو دولتي بنسټونو کې فساد شته او دغې ښکارندې د عامه ادارې نظام وروست کړی دی.

ښاغلي دانش دغه څرګندونې له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د خپلې وینا پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې فساد پر دولت د خلکو د بې اعتمادۍ لامل شوی دی.

هغه په دې اړه وویل:«کلونه کلونه دي چې اداري فساد د دولتي بنسټونو په تهدابونو کې ریښې ځغلولې دي. او د پویې په شان عامه اداري نظام یې له منځه وروست کړی دی. او بلخوا له دولته د خلکو د بې اعتمادۍ او واټن او د دولتي عوایدو د کموالي او د خلکو د بې وزلۍ لامل شوی دی.»

په نننیو مراسمو کې د مالیې وزیرعبدالهادي ارغندیوال وايي، د دغه وزارت پر عایداتي سرچینو د زور واکو له لوري د واکمنۍ جوړولو په موخه ټولې اړیکې یې پرې کړې دي:«موږ د مالیې وزارت اړوند کابو ۲۰۰۰ کارکوونکي چې په عایداتي برخو کې یې کار کوه لویې څارنوالۍ ته معرفی کړي دي؛ ځکه چې پر فساد تورن وو.»

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرامونو استازي او په کابل کې د ډنمارک سفیر د افغانستان په دولتي بنسټونو کې د پراخ فساد د شتون په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی وايی چې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز باید د فساد سترې دوسیې وارزوي.
 
کابل کې د ډنمارک سفیر مېټي کنوډسن څرګندوي:«باید په ځانګړې توګه ټينګار وکړم چې، له مجازاتو د معافیت پر وړاندې مبارزه باید پیاوړې شي او په ځانګړې توګه پر فساد ککړ زوراکي باید له مجازاتو معاف نه شي. دغه کار د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د فساد د لویو دوسیو په ارزولو سره کېدای شي.»

له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون مشر د دغې ښکارندې پر وړاندې د موازي بنسټونو جوړېدل په هېواد کې د فساد د پراختیا لامل بولي.

له فساد سره د مبارزې رییس عبدالقیوم نظامي وویل:«یوه بنسټيزه او هر اړخیزه څېړنه به وشي چې په کوم ځای کې موږ موازي ادارې لرو چې ورته دنده ترسره کوي او بالاخره د دغو ادارو د ادغام پيل او پای ته ورسېږي.»

د ولسمشر دویم مرستیال په تېرو پنځو کلونو کې د ۴۸۲ تقنیني سندونو له تصویبېدو خبر ورکوي او وايې چې، د دغو سندونو تصویبېدل د دې لامل شوي چې، د فساد د کمولو لپاره مناسب بستر جوړ شي.

معاون دوم رییس‌جمهور در بخش دیگر از سخنانش گفت که بیش از چهار صدو هشتاد و دو سند تقنینی در پنج سال گذشته تصویب شده‌اند که بستر مناسب برای کاهش فساد ایجاد کرده‌است.

شریک یي کړئ