Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د خصوصي ټلویزیون ویاندې وسله‌وال برید کې ژوند بایلود

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي راډیو ټلویزیون ویانده، ملالۍ میوند یوه وسله‌وال برید کې ژوند بایلود.

د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي نوموړې نن سهار(پنجشنبې د لیندۍ په ۲۰مه نېټه) کله چې دفتر ته روانه وه تر وسله‌وال بریده راغلې او ورسره یې موټرچلونکي هم ژوند بایللی دی.

ښاغلی خوګیانی زیاتوي پر اغلې میوند د جلال اباد ښار درېیمې حوزې "عربانو چوک" کې برید شوی.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

تېرې یوې میاشت کې دا د خبریالانو د وژنې درېیمه پېښه ده چې رامنځته کېږي.

 مخکې له دې طلوع نیوز کې د خپرونو پخوانی چلونکی، یما سیاووش او هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال بېلو بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړ.

 د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ او ناټو، ناروې، بریتانیا او متحده ایالتونه، د رسنیو  د استازو، مشرانو، مذهبي ډلو، د بشري حقونو د مدافعانو، د محصلینو، د مدني ټولنې د فعالانو او ملکیانو پر  وړاندې وروستي بریدونه په کلکه وغندل او ویې ویل چې دا بریدونه ښيي چې طالبان او ترهګر سازمانونه په افغانستان کې د ډېری ملکي مرګ ژوبلې مسوول دي.

د اروپايي ټولنې په دغې اعلامیه کې ګواښ شوی چې دا ډول بریدونه د سولې پر بهیر منفي اغېزه کوي.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس ویلسن ویلي و:"د افغانانو پر وړاندې دا تاوتریخوالي په ژوره توګه اندېښمنوونکي دي. دا په ژوره توګه د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ویجاړونکي دي. موږ هم د دغو تاوتریخوالیو مخالف یوو او  دا مو په څرګنده توګه طالبانو ته هم ویلي دي."

د اروپايي ټولنې اعلامیې کې دا بریدونه وحشیانه او پر افغان سولې بهیر بریدونه بلل شوي و:"موږ د افغانانو پر وړاندې دا بریدونه نه یوازې وحشیانه بولو؛ بلکې د افغانستان د سولې پر بهیر یې برید هم بولو. اروپايي ټولنه تمه لري چې د جګړې ټولې ښکېلې خواوې په افغانستان کې د رسنیو  له آزادۍ او خپلواکۍ او مدني ټولنې ملاتړ وکړي. دا هغه څه دي چې د یوې ښې، فعالې او له  اقتصادي نظره مناسبې ډموکراسۍ لپاره اړین دي."

 اروپايي ټولنې له افغان حکومته غوښتې و چې د هدفي وژنو د عاملانو د پېژندنې او مجازاتو لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې پر اغلې میوند په داسې حال کې برید شوی چې نن سهار د خپل دفتر په لور روانه وه

شریک یي کړئ