Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنې دوه تنه وژلي

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن (یکشتبې د لیندۍ په ۲۳مه) وویل چې په کابل ښار کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

فردوس فرامرز زیاته کړه چې دغه پېښه نن سهار د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په اړوند پروان هوټل ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه چې په لنډکروزر موټر باندې مقناطیسي ماین چاودنه وکړه.

پولیس د هغو کسانو د پېژاند په هکله چې په دغې پېښه کې وژل او ټپیان شوي دي جزیات نه دي ورکړي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

تېره ورځ د کابل په څو برخو کې د څو توغندیو د لګېدو شاهد وو چې د هغه په پایله کې لږ تر لږه یو تن وژل شی او یو بل ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن سهار ۶:۳۰ دقیقې د خیر خانې د «لب جر» له سیمې څلور توغندي په کابل ښار توغول شوي دي چې دوه توغندي یې د هوايي ډګر په ځينو برخو کې او دوه نور یې هم په «خواجه رواش» سیمه کې لګېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت مخکې هم ورته پېښه په کابل ښار کې رامنځته شوې چې په هغه کې ۲۳ توغندي د کابل په بېلابېلو برخو وتوغول شول او د امنیتي بنسټونو په وینا، په دغو پېښو کې ۸ تنه ولسي وګړي ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ