Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عمر: له ۹۱کوډه ترلاسه شوې پیسې د حکومت د کارکوونکو پر معاش لګېدلي

د ولسمشر د عامه اړیکو ادارې رییس وحید عمر د ۹۱ کوډ د پیسو د لګښت په اړه د اطلاعاتو روز ورځپاڼې رپوټ د خپرېدو د ځواب په غبرګون کې وايي هغه څه چې اطلاعاتو روز ورځپاڼې خپاره کړي دي، د ۱۳۹۸ کال د لګښتونو رپوټ و.

ښاغلي عمر چې نن په کابل کې یوې خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، هغه دیرش مېلیونه افغانۍ چي له ۹۱ کوډه د ده ادارې ته ورکړل شوې دي، د خپلې ادارې لګښت بولي د ده په وینا دا اداره د ۹۸ لمریز کال په وري میاشت کې جوړه شوه او لګښت یې د هغه کال په بودیجه کې شامل و.

اطلاعات روز ورځپاڼې تېره اوونۍ یو رپوټ خپور کړ چې د هغه پربنسټ د ۹۱ کوډ د بودیجې یوه ستره برخه غیر اصولي او د شخصي موخو په پار لګول شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو ادارې رییس په دغه پروګرام کې د اطلاعات روز ورځپاڼې خپاره کړي رپوټ ته په غبرګون کې وایي چې هغه څه چې اطلاعات روز ورځپاڼې له یو نوي کوډ نه د پېسو د لګولو په تړاو خپاره کړي، د حکومت ۱۳۹۸ لمریز کال د لګښتونو رپوټ و او هغه څوک چې دا کار فساد او حیف میل بولي؛ د دې ادارې له کارکوونکو سره جفا کوي.

ښاغلی عمر زیاتوي:«همدا همکاران مې چې په دغې اداره کې کار کوي - د شپې او ورځې - د اطلاع رسونې او د دې لپاره چې د کار خبر د افغانستان خلکو ته ورسېږي، د افغانستان د خلکو غږ ولسمشر ته ورسېږي، د رسنیو کار اسانه شي او په زرګونه کارونه نور چې د شپې او ورځې یې کوي. ولسمشر هغوی ته معاش ورکړی، له ۹۱ کوډه یې ورکړی، له ۹۲ کوډه یې ورکړی له ۹۳ کوډه یې ورکړي دي، پښېمانه نه یوو.»

د ولسمشر د اړیکو د ادارې رییس وایي چې د دولت بېلابېلو بستونو ته امتیازي معاش غیر معمول او  له قانوني نورمه بهرنه دی.

خو هېودوال نور لیدلوري لري
   
د کابل اوسېدونکی شمس الدین وايي:«د ملت په غم کې هېڅوک نه دي. که چېرې ټول کار کوي - د ځان لپاره کار کوي د ملت لپاره څوک زحمت او تکلیف نه ګالي.»

محصل محب رستم زاده وویل:«موږ غواړو درس ولولو چې روښانه راتلوونکی ولرو، خو کله چې دوی وینو ناهیلې کېږو.»

خو تر دې وړاندې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ۱۳۹۸کال د ۹۱ کوډ د مصرف په تړاو د اطلاعاتي روز ورځپاڼې رپوټ له پوښتنې سره مخ کړی و.

خو د اطلاعات روز ورځپاڼې مسوول مدیر وایي چې دا ورځپاڼه د هرې هغې ادعا په تړاو ځواب ویلو ته چمتو دی چې د دوی رپوټ تر پوښتنې لاندې راولي. 

د اطلاعات روزو ورځپاڼې مسوول مدیر ذکي دریابي څرګنده کړه:«زما له نظره وحید عمر په ننني ځواب کې وویل چې صدیق صدیقي دروغ وايي. وحید عمر په خپله اعتراف وکړ چې د اطلاعاتو روز رپوټ د قطعیه سند پر بنسټ دی. خو صدیق صدیقي په مخکني ځواب کې، هغه شمېر چې اطلاعاتو روز خپاره کړي وو هغه تر پوښتنې لاندې راوستي وو.»

په یو نوي کوډ کې مشخصې پېسې او له بودیجې بهر پېسې هر کال د ولسي جرګې له لوري تصویب کېږي. د دغو پېسو د لګولو صلاحیت ولسمشر لري.
 
وحید عمر وايي چې د عامه اړیکو اداره د ۹۸ لمریز کال په وري میاشت کې جوړه شوه او لګښت یې د هغه کال په بودیجه کې شامل و.

شریک یي کړئ