Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې د مرکچي پلاویو د وړاندیزونو جزیات

طلوع نیوز د سولې د مرکچي پلاویو د وړاندیزونو د نسخې یوه کاپي ته لاسرسۍ موندلی، چې دغو پلاویو خپل وړاندیزونه په شفاهي بڼه یو بل ته ویلي دي.

طالبانو د سولې مذاکراتو د اجنډا لپاره څلرویشت مورده وړاندیز کړي دي.

اسلامي نظام او د راتلونکي اسلامي نظام ډول، د اسلامي شورا جوړېدل، له اسلامي اصولو سره سهم د ښځو حقونه او د بیان آزادي د طالبانو له مهمو وړاندیزونو دي.

۱-اسلامي نظام

۲-د راتلوونکي اسلامي نظام ډول

۳-زعامت

۴-امنیتي او دفاعي سکټور

۵-اسلامي شورا

۶-اساسي قانون

۷-بهرنی سیاست

۸-د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د نړیوال معیار سره د پالیسیو برابرول

۹-د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا

۱۰-د افغانستان اتحاد او ملي یووالی

۱۱-ملي ګټو ته ژمنتیا

۱۲-ملي ارزښتونه

۱۳-ښوونه

۱۴-د بشر اساسي حقونه

۱۵-د کونډو او یتیمانو د کفالت تضمین

۱۶-د اسلامي اصولو او ملي دودونو په رڼا کې د ښځو حقونه

۱۷-د بندیانو ټول شرعي او اصولي حقوق

۱۸-معلولینو ته ځانګړې پاملرنه

۱۹-د ټپيانو درملنه او لېږد

۲۰-د نشه يي توکو مخنیوی

۲۱-د اسلامي اصولو په مطابقت د بیان ازادي

۲۲-د زهرجنو تبلیغاتو مخنیوی

۲۳-د اخلافي او اداري فساد له منځه وړل

۲۴-دایمي اوربند

د افغانستان اسلامي جمهوریت وړاندیزونه په پنځو برخو کې دي.

لومړی د امنیت په برخه کې پر تلپاتې او پراخ اوربند ټینګار شوی دی.

ب - د پراختیا برخه 
 
په دې برخه کې د پوهنې، روغتیا او کرنې برخو کې د خدمتونو ښه کېدو ته د لارې پر هوارېدو او د بیخ بنايي پروژو د امنیت پر ټينګښت ټينګار شوی دی.

ج - سیاسي برخه 

په سیاسي برخه کې د اسلامي ارزښتونو او ولسواکۍ له مخې د هېواد په تړاو د ګډ لید لوري پرجوړېدو، د سیاسي مشارکت لپاره د لارې پر نقشې، د سولې د هوکړه لیک د پلیتابه لپاره پر نړیوالو ضمانتونو، د هېوادوالو پر حقونو او قانوني آزادۍ او د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو پر ساتلو ټينګار شوی دی.

د - اجرايي مکانیزمونه
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي وړاندیز کړی دی چې د دغو ټولو برخو د عملي کولو لپاره دې یوه کړنلاره وي چې بالاخره د سولې هوکړه لیک وروستۍ شي. 

الف - د امنیت برخه

۱- تلپاتې او دایمي اوربند

۲-د اوربند د تطبیق د څار لپاره د میکانیزم جوړول

۳- د لویو لارې په ګډون  د ټولو لارو خوندي کول، او د باجګیرۍ او اخاذۍ مخنیوی

۴- له ګاونډیو هېوادونو  سره د تګ راتګ ناقانونه لارو ستر کول

۵-د هېواد د ملي دفاع او امنیتي ځواکونو پیاوړتیا

۶-د سیمو مُلکي کول

۷-د نشه يي توکو د کښت، پروسس او قاچاق مخنیوی

۸-له سازماني جرایمو سره مبارزه

۹-د تاریخي او اسلامي ابدو د امنیت ټينګښت

۱۰-د طبیعي سرچینو ساتنه او د هغوی له ناقانوني استفادې مخنیوی

۱۱- د برېښنا د شبکو، مواصلاتو او د افغانستان د مسلمان ملت د ملکیت په ګډون د ټولګټو تاسیساتو د امنیت خوندیتوب
۱۲-د بهرنیو جنګیالیو او ترهګریزو ډلو ایستل او د افغانستان د مسلمان ملت د وژنې د مخنیوي په پار د هغوی په وړاندې ګډه مبارزه
۱۳-د ناقانوني او په خپل سر مجازاتو درېدل
۱۴-د تګ راتګ په لارو د خلکو د درول او د قوم، جنسیت پر بنسټ د هغوی د وژلو مخنیوی
۱۵- له هېوادونو سره د اړیکو د ډول په هکله وضاحت
 
ب  د پراختیا برخه:

پراختیايي او بشري مرستې او ګډ ژوند ته د راستنېدو او یوځای کېدو لپاره د زمینې برابرول

۱- د باکیفیته او سراسري خدمتونو لکه روغتیا، پوهنې، کرنې او ژوند لپاره د زمینې برابرول

۲-د بیخ بنسټيزو پروژو د امنیت ټينګښت او د کار د رامنځته کولو زمینه

۳-د کډوالو د راستنېدو او هغوی د اوسېدو لپاره د زمینې برابرول

۴-د جګړې د قربانیانو د ټپیونو د مرحم او د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د رسېدو لپاره ګډ پروګرام

۵-د افغانستان د مسلمانو خلکو د پانګونو ساتنه او د هېواد د اقتصادي ځانبساینې لپاره هڅې

ج - د ساست برخه:

۱- په سیاسي برخه کې د اسلامي ارزښتونو او ولسواکۍ له مخې د هېواد په تړاو د ګډ لید لوري پرجوړېدو،

۲-د سیاسي مشارکت لپاره د لارې نقشه

۳- د سولې د هوکړه لیک د تطبیق لپاره نړیوال ضمانتونه

۴-د هېوادوالو حقون او قانوني آزادۍ او د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو ساتل

۵-د ملي بنسټونو پياوړتیا

۶-په ټولنه کط له هر ډول فساد سره مبارزه او د ښې حکومتوالۍ لپاره د زمینې رامنځته کول

۷-د افغانستان د نړیوالو ژمنو ساتل او د نړیوالو میثاقونو رعایت کول

د - د میکانزمونو برخه:

اړینه ده د هرې برخې د تطبیق لپاره د هغه پر عملي میکانیزم بحث وشي، لکه د اوربند پر میکانیزم څارنه

ه- د سولې هوکړه لیک وروستي کېدل:
 
په دغو وړاندیزونو کې څرګندېږي چې دواړه لوري سره ژور اختلافونه لري. ځکه طالبان د یوه نوي اسلامي نظام د جوړېدو غوښتونکي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جهوریت د جمهوریت پر دوام ټينګار کوي.

شریک یي کړئ