Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رسنیو د ازادۍ بد حالت په تړاو د سوېلي اسیا د خبریالانو اندېښنه

د امریکا متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ یوې انلاین ناسته کې د سوېلي اسیا هېوادونو یو ځینو خبریالانو سیمه کې د بیان ازادي حالت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د هند، پاکستان او بنګله دیش خبریالانو د دغو هېوادونو د حکومتونو لخوا د فشارونو له ډېرېدو ویلي دي او زیاته کړې یې ده چې دغو هېوادونو کې خبریالان له قانوني شکایتونو او جنسي زورونې سره مخامخ دي.

د رسنیو ازادي نړیوال شاخص کې د دغو هېوادونو امتیاز راښکته شوی دی.

پاکستاني خبریال، سریل المیدا وايي چې د پاکستان نظام د ټولنیزو رسنیو منځپانګې د کنټرول په هڅه کې دی، څو له نیوکه کوونکو نظریانو مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه:«حکومت جعلي خبرونو ته لمن وهي، په ځانګړې توګه د تحریک انصاف حکومت لخوا. دوی په خپله رسمي ټویټر پاڼه کې یوه خبریال ته وايي چې ستاسي خبر جعلي دی. کله اشتباه پیدا کوي او بده الګو پر ځای پرېږدي. دوی نه غواړي چې جعلي خبرونه پیدا کړي، بلکې ټول انتقادي خبرونه جعلي ښکاره کوي.»

له دې ډلې یو هندي ـ امریکايي خبریال چې خپله د هندي چارواکو له نیوکو سره مخامخ دی وايي چې د نړۍ لویه ډموکراسي کې هم پر رسنیو د نرندرا مودي په وخت کې فشارونه زیات شوي دي.

د وایر خبري ویب پاڼې مدیر مسوول، سیدارت وارادارجان څرګندوي:«ډېرې هندي رسنۍ په ځانګړې توګه انځریزې او دیجیتالي رسنۍ د حاکم ګوند په ویاندویانو بدلې شوې دي. دا د هند په خبریالي کې تازه شی دی.»

دغې ناستې کې بنګله دیشي خبریال وویل چې د دیجیتال امنیت قانون له مخې حکومت تېرو شپږو کالو کې له زرو ډېر کسان نیولي دي چې ډېر شمېر یې خبریالان وو.

د هند، پاکستان او بنګله دیش خبریالانو د دغو هېوادونو د حکومتونو لخوا د فشارونو له ډېرېدو ویلي دي.

شریک یي کړئ