Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یما سیاوش کورنۍ د لاهې محکمې ته شکایت کوي

حکومت ته د یما سیاوش د کورنۍ له خوا د مرکزي بانک په موټر کې د چاودنې د څېړنې لپاره د ورکړ شوې مودې له پای سره هم مهاله، دغې کورنۍ په یوې خبرپاڼه کې ګواښ کړی چې له دولت، مرکزي بانک او د دغې دوسیې د څېړونکو بنسټونو، په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لاهې محکمې ته شکایت کوي.

په دغې اعلامیه کې چې نن چهارشنبې خپره شوې، له هغه څه چې د مرکزي بانک موټر په چاودنه کې د لاسوهنې لپاره د وخت ضایع کول ګڼي هم اندېښنه ښودل شوې ده.

د یما سیاوش کورنۍ، حکومت ته ۴۰ ورځې وخت ورکړی و چې د مرکزي بانک د کارکوونکو پر موټر د چاودنې څرنګوالی روښانه کړي. دا ضرب الاجل نن پای ته ورسېد او لا هم د دغې پېښې اړخونه روښانه شوي نه دي.

د مرکزي بانک د کارکوونکو پر موټر چاودنه کې د یما سیاوش په ګډون د دغه بانک درې تنه کارکوونکي ووژل شول.

د کړکېج نړوالې ډلې د اسیا برخې مسوول لورل مېلر وايي چې د هدفي وژنو د لړلۍ دوام د سولې بهیر له ننګونو سره مخامخ کوي:«دغه بریدونه داسې پېښې دي، که چېرې د طالبانو کار وي او کنه؛ خو سولې بهیر ته ننګونې زېږولی شي. ځکه، داسې پوښتنې مطرح کېدی شي چې، د دغه ډول بریدونو مسوولیت د چا پر غاړه دی او دا به د سولې بد چاپېریال لاپسې بد کړي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم وویل:«دا هغه خبرونه دي چې د افغاسنتان ټولو خلکو ته یې ټکان ورکړی او ورکوي؛ ځکه چې دوی د ځان لپاره بل کار، بل بحث نه درلود؛ د خلکو په منځ کې وو او له خلکو یې استازولي کوله.»

له دې سره سم، د چهار شنبې په ورځ د شپږنیمو بجو په ناسته کې د امرالله صالح تازه څرګندونې چې، ګواکې په دې قضیه کې رسنیزه غوغا رغنده کار نه دی؛ د یما سیاوش د پلار سخت غبرګون راپارولی دی.

داوود سیاوش پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې، دغه ډول عدالت غوښتنه، د کانکریټي دیوالونو تر شا د پټ شویو حاکمانو له لوري چې، بچیان یې بهرنۍ اقامې او پاسپورټونه لري، او یا هم له هېواده بهر ژوند کوي؛ رټل کېږي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست څرګندوي:«ځينې وختونه د منطق په خلاف وایوو چې د(امنیتي کمرو د تصویرونو)  له څو ساعتونو څخه یوازې درې دقیقې له خبریالانو سره شریکې کړې دي. دا د دې لامل کېږي چې هم د یما جان کورنۍ او هم د افغانستان خلک شک وکړي، داسې نه چې هغه کسان چې کمرې یې په واک کې دي، هغوی په خپله په دغې وژنه کې لاس ولري.»

د روان کال د لړم پر اولسمه د افغانستان بانک په موټر کې د چاودنې له امله د دغه بانک د رسنیو سلاکار یما سیاوش، د بانک د دفتر آمریت اجراییه مرستیال احمدالله انس او د دوی موټر چلوونکی امین الله رضايي وژل شوي دي.

د چهار شنبې په ورځ د شپږنیمو بجو په ناسته کې امرالله صالح ویلي دي چې د یما سیاوش د قتل دوسیه هېره شوې نه ده.

شریک یي کړئ