د المان خبري اژانس خبر ورکړی چې د دغه هېواد حکومت د افغان کډوالو د ویستو بهیر یو ځل بیا پیل کړی دی.
د راپورنو له مخې ټاکل شوې ده چې نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۲۷مه نېټه) هم د افغان کډوالو یوه ډله له المانه وشړل شي.
دا بهیر د نهو میاشتو راهیسې درول شوی و.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله د کډوالو د ویستو درول شوی بهیر بیا پیل شوي او د هغو افغان کډوالو د پناه اخیستو غوښتنې چې رد شوې دي، له دغه هېواده ویستل کیږي.
د چهارشنبې په ورځ یوولس تنه افغانان د اتریش او بلغاریا کابل ته راورسیدل.
ویل کېږي چې له سویډنه د افغان کډوالو د ویستلو له بهیره د مدني ټولنې فعالانو مخنیوی کړی دی.
د المان د پارلمان د رییس مرستیال، کرودیا روت هم د کډوالو د ویستو بهیر په تړاو له اندېښنې څرګندولو سره ویلي دي:«هغه ترهګریز بریدونه او وژنې چې هره ورځ افغانستان کې کېږي، د کډوالو د ویستو بهیر منع کوي. هلته د ژوند او ځان لپاره ګواښ دی.»
المان په وروستي ځل په مارچ میاشت کې افغانان شړلي وو.