په بدخشان ولایت کې د تاجکستاني جنګیالیو د شتون په اړه د افغان چارواکو له ادعاوو او په ټولنیزو رسنیو کې د دغو جنګیالیو د انځورنو له خپرېدو وروسته تاجکستان د افغانستان سره پر پوله د ساتونکو شمېر ډیر کړی دی.
ازادي راډیو د راپور له مخې یوه لس دقیقه یې ویډیو ښيي چې د بدخشان ولایت د ماه مۍ ولسوالۍ کې یو شمېر تاجک جنګیالي د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
د راپور له مخې افغان چارواکو ویلي دغه جنګیالي د "جماعت انصارالله" ډلې سره چې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د امرالدین تباروف په نوم د یوه تاجکستاني لخوا رامنځته شوه.
ویل کېږي د تاجکستان د هغو کسانو له ډلې چې په ویډیو کې ښکاري، د ۱۵ یې پېژندګلوي کړې ده.
له دې هم له طالبانو سره د بهرنیو جنګیالیو همکارۍ په تړاو راپورونه ورکړل شوي وو، خو طالبان دا راپورونه نانسم بولي او ادعا کوي چې افغانستان کې له دوس سره هېڅ بهرنی جنګیالی نشته.